له نړۍ سره د اړيکو د شليدو لامل پخپله حکومت دی

تميم توفيق

ابله ورځ اشرف غني په يوه غونډه کې وويل چې له نړۍ سره زمونږ د هيواد د اړيکو د شلولو هڅې کيږي. نوموړي دا خبرې هغو هڅو ته په اشارې وکړې، چې وايي له امريکا سره په لاسليک شوي امنيتي تړون دې له سره کتنه وشي، چې دا د ده په اند د امنيتي تړون خلاف هلې ځلې دي.

اشرف غني بايد وپوهيږي چې په نړۍ کې هيڅوک هم ګرم ونه بولي او د ده په دوه سري حکومت کې په دولتي کچه موجودو نادودو باندې سترګې پټې نه کړي. دا هرڅه چې زمونږ له هيواد سره په نړيواله سطحه روان دي او دی يې تحرک له بل لوري ګڼي، د ده د حکومت په دننه کې يې لاملونه موجود دي، چې بايد د بل له لاسه ونه ګڼل شي.

نړۍ ړنده نه ده او هر څه چې دلته کيږي، په خپله يې مشاهده کوي، نړۍ زمونږ د هيواد او راباندې تپل شوي حکومت په اړه هيچا ته اړتيا نه لري چې په هکله يې غلط معلومات ورکړي، هغه چې اشرف غني يې د اړيکو شلولو هڅه ګڼي.

نړيوالو وليدل او لا هم مشاهده کوي چې زمونږ په هيواد کې په نړيواله کچه پراخ فساد او اختلاس روان دی، نړۍ ويني چې دلته ستا د دوه سرې ادارې په دور کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه ريکارډ کچې ته لوړه شوې او ستا په ملوک الطوایفي او کوڅخه واکۍ کې له افغان ولس سره هغه ظلمونه روان دي چې همدا نړيوال يې له اوريدو فنا غواړي.

اشرف غني که څه هم خپل سياسي ګوندي مشران د پرديو له لوري د اړيکو د له منځه وړلو په تحرک تورنوي او له دوی غواړي چې له امريکا سره د لاسليک شوي امنيتي تړون له مخالفت څخه لاس واخلي، خو بايد وپوهيږي چې هيواد ته له نړۍ سره د اړيکو په مخ کې پيښېدونکي مشکل ته خپله ستا له لوري دستخط شوي امنيتي تړون لاره هواره کړې ده، په دې بدمرغه تړون نه نړيوال راضي دي او نه د حزبونو د مشرانو (مع الاستثناء) په شمول افغان ولس غواړي چې له امريکا سره په دغسې شکل هميشنۍ يارانه ولري.

اشرف غني او اذنابهم يې له داسې چا سره کلکه هميشنۍ يارانه شروع کړې چې د خپلو هيوادوالو په ګډون ګرده نړۍ ترې نفرت لري او په ټولو استعماري موخو يې آګاه دي. او بل پلو د افغانستان شاوخوا ګردچاپيره ټول هيوادونه، له چين نه نيولې بيرته تر چين پورې هر يو يې د خپلو سياسي، ملي او اقتصادي موخو په وړاندې ستر خڼد ګڼي؛ نو چې داسې ده، دوی به څنګه د خپل دښمن له کلک ملګري سره ښې اړيکې ولري.

اشرف غني که رښتيا هم غواړي چې هيواد له انزوا سره مخ نه شي او نړۍ ورسره ښې اړيکې ولري، بايد دې بشرخورو ته ډانګ پېيلی ځواب ورکړي او ترې وغواړي چې نور يې نه دولت په افغانستان کې حضور غواړي، نه يې ولس دلته د پاتې کيدو پلوی دی او نه يې هم نړۍ په دې راضي ده چې د اسيا لپاره له افغانستان څخه د پوستې کار واخلي، او طالبان خو هسې هم ورسره په دښمنۍ اخته دي.

نو لنډه دا چې اشرف غني دې نه خپل سياسي ګوندي مشرانو باندې تورونه پورې کوي او نه دې ځينې هيوادونه ملامتوي چې له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو شلولو په هڅه کې دي، بلکې خپل ځان دې ملامت کړي او د هغه څه د له منځه وړلو هڅه دې وکړي چې د دې بدمرغيو لوی لامل او راجلبونکی دی، چې هغه له امريکا سره پخه يارانه او دلته يې د ځواکونو حضور او د اشغال پايښت دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close