له نیوزیلنډ څخه جنوبي افریقا د کرکټ د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

کابل ټکی کام ۰۵/سنبله ۱۳۹۴ راپور: ارین خان د جنوبي افريقا او نوي زيلاند کرېکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو دريو لوبو لړۍ جنوبي افريقا وګټله. جنوبي افريقا په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې چې په ډربن ښار کې ترسره شوه نوي زيلاند ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه. د لوبې پچه د جنوبي افريقا لوبډلې وګټله او پخپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۲۸۳ منډې وکړې. د نوي زيلاند د لوبې پيل بې خونده و او لومړنی لوبغاړی يې هغه مهال په لسو منډو وسوځېد چې د لوبډلې ټولې منډې ايله ۱۸ وې. د نوي زيلاند لپاره ټام ليتم د څلورو څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۵۴ او کين ويليمسن د څلورو څلوريزو پر مټ ۳۹ منډې وکړې. نوي زيلاند د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ايله ۲۲۱ منډې وکړې. د جنوبي افريقا تر ټولو ډېرې منډې اې بي ډيويلیير وکړې. ده د ۸ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۶۴ منډې وکړې. بل لوبغاړی چې د جنوبي افريقا لپاره يې ښه لوبه وکړه مورنی وين و. ده د ۴ څلوريزو او دوو شپږيزو پر مټ ۵۸ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بريالي کولو کې مهم رول ولوباوه. د جنوبي افريقا اې بي ډويليير د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې نوي زيلاند جنوبي افريقا ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ يې يو يو مساوي کړې وه. خو په لومړۍ لوبه کې جنوبي افريقا نوي زيلاند ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړې وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close