له هیواد بهر افغان مسافر ورور ته !

لیکنه : حافظ بلال حدید

گرانه مسافر وروره کله دې چې په بهر کې لوړ تعمیرونه ، بنګلې او ښکلي پارکونه تر نظر درځي ، شاید د وطن د مینې له رویه دا احساس درته ودریږي چې زموږ هیواد ولې وران دی، لامل يې څه دی او د چا له لاسه ؟
دا چې ته هم د دې خاورې بچی يې باید له خپل وطن سره د مینې او همدردۍ له مخې داسې یوې پوښتنې ته معقول ځواب ولرې ، له نن څخه (۹۸) کاله وړاندې زموږ په ګران هیواد د لویدیزوال یرغل تور دور پيل شو،زموږ د قلم ، ممبر ، عالم او متعلم واک يې په لاس کې واخیست، د تبلیغاتي زور په مټ يې په پوره زور وکولای شول چې ريښتوني حقایق دروغ او دروغ راته رښتیا ثابت کړي ، له انګریزانو څخه د مظلومو افغانانو ټپونه لا نه ؤ ټکور چې د افغانستان د دربدرۍ اصلي عوامل ظالم کمونیستان د یوې خونړۍ کودتا په پایله کې قدرت ته ورسیدل ، د وحشتونو یو تور دور يې پیل کړ ، ډول ډول پلیت د کمونیزم په نظريې ولاړ افکار يې په پاکه افغاني ټولنه کې ترویج کړل ،په مقابل کې يې تش په لاس دیني علماؤ پاڅون وکړ، لا د سرو لښکرو تور دور پای ته نه ؤ رسیدلی چې د شوروي وحشي سرې لښکرې په افغانستان را وختې او له هيڅ ډول وحشت څخه يې دریغ ونه کړ ، د تش لاسه افغانانو ایماني قیام د دې سبب شو چې د کمونیستانو او سرو لښکرو ټول ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي ، ځوریدلي افغان ولس لا خپله ساه نه وه آه کړې چې په اوسني نظام کې واکمنو ، ظالمو ، قاتلو ، ادم خورو څيرو د تنظیمي جګړو په نوم د داخلي جنګونو یو بل شرمیدونکی باب پرانیست ، چې له امله يې په ټول مظلوم ولس کې د یو بل د وینو د زبيښاک فکر ژوندی اوګران هیواد يې په کنډواله بدل کړ، مجبورو افغانانو د طالبانو د اسلامي تحریک په نوم پاڅون پیل کړ چې د هیواد (۹۵) فیصده خاوره يې د شر او فساد له ملیشو خلاصه کړه ،مظلومو افغانانو خپل حق وپيژاند او اسلامي نظام حاکم شو؛ خو د لودییز شرمیدلي سیاست د یوولسم سپتمبر حملې بهانه کړې او د امریکا په مشرۍ صلیبي ادم خور لښکر یو ځل بیا له مظلومو افغانانو څخه څو ورځې ازادي او استقلال واخیست او په پوره وحشت يې داسې کړنې وکړې چې تاریخ يې له لیکلو شرمیږي ، دې وحشې نظام د شر او فساد هغه پخواني کمونیستان بیا واک ته ورسول چې لاسونه يې تر پرونه د یو نیم میلیون شهیدانو په وینو رنګ ؤ او د ځوریدلي ولس په ضد يې له هيڅ ډول وحشت څخه دریغ ونه کړ.
نو اوس ته قضاوت وکړه چې ګران هیواد د چا له لاسه ناکراره دی او چا دې خاورې ته د جنګ اورونه او بربادۍ راوړې ؟
چا چې هم دې خاورې ته د مرستې تر نامه لاندې لاس را تیر کړی ، زموږ او ستاسې د فکر، اخلاقو او ټولنې له خرابیدو پرته بل کوم مقصد نه لري ، کفار هيڅکله زموږ دوستان نه شي کیدای دا د الله جل جلاله قول دی ،امریکا بشرپاله نه ده امریکا د بشر تر ټولو سر سخته دښمنه ده ،امریکا له اسرائلو څخه مستقیم ملاتړ کوي چې زموږ لومړۍ قبله يې اشغال کړې .
امریکا په عراق او سوریه کې د انسانیت لکونه عناصر قتل کړل ، چې د مظلومو سوریاوالو په مقابل کې د دوی شرمونکی پلان تر ننه له ځان سره هره ورځ د لسګونو انسانانو قتل بدرګه کوي .
په بهر کې مسافر افغانان باید خپله اسلامي عقیده او فکر وساتي ، له هغه چا سره له زړه مینه وکړي چې واقعاً مسلمانان وي ، په خپلو ژبو داسې خبرې ونه کړي چې ایمان يې له خطر سره مخامخ شي .
دوی باید په دې پوه شي چې د نني صلیبي لښکر او د دوی د طاغوتانو په مقابل کې جهاد فرض عین دی ، په بهر کې مسافر افغانان کولای شي چې له بیلابیلو لارو څخه په استفادې د صلیبیانو او د دوی د ګوډاګیانو په مقابل کې خپله اسلامي فریضه ترسره کړي او جهاد وکړي ، د قیامت په ورځ د الله جل جلاله په حضور کې هیڅوک په دې بهانو او پلمو ځان نه شي خلاصولای چې موږ علم نه درلود ، موږ ته داسې او هاسې ویل کیدل ،موږ شکمن وو او داسې نور …
پای

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close