له هیواد څخه سل تنه امریکایي عسکر د دمې کولو په پلمه ایستل کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳)

امریکایي رسنۍ وایي، چې امریکا خپل سل تنه سرتیري  د دمې اخیستلو په موخه له افغانستان څخه باسي.
خبر زیاتوي، دغه سرتیري به د ژمي له رخصتیو په استفادې خپل تمرینات هم ترسره کړي او کورونو ته به ستانه شي.
امریکا دا نوی ګام داسې مهال اخلي چې تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د ټولو عسکرو د اوسیدو لپاره شپږمیاشتنۍ دوره درلوده او شپږ میاشتې یې عادي رخصتي وه، خو داځل د دمې په نوم تر ۶ میاشتو ډیر خپل هیواد ته ستنیږي.
دغه وروستي بدلونونه له هغه وروسته مخې ته راځي چې یو امریکایي لوړ پوړي هېئت په لومړي ځل له طالبانو سره د خپلو خصوصي خبرواترو څخه پرده پورته کړه

په یوه بل خبر کې د امریکا د پوځ د قوماندې مشر رابرت ابراهم ویلي، چې نږدې سل تنه سلاکار ځواکونه به د څو اونیو لپاره افغانستان ته راشي، چې خپلې زده کړې او روزنې له افغان ځواکونو سره شریکې کړي.
د چارو شنونکي وایي؛ د افغان حکومت ویره داده چې امریکایانو دوی څنډې ته کړي او غواړي مخامخ خپلې ستونزې له طالبانو سره حل کاندي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close