له پلې سټور څخه د ځینو کاریالونو (apps) په کښته کولو کې څه تاوانونه دي؟

اولیاء عمري

د پلې سټور څخه هر څه موبایل ته مه کښته کوئ ځکه ځینې یې ګڼ خطرات او نقصانات له ځان سره لري

۱. موبایل به مو هینګ او سست شي.

۲. نیټ به مو په نه څه زیات کاریږي.

۳. هر وختني اعلانونه به مو تر سپږمو ورسوي.

۴. ځیني یې د دې لپاره وي چې ستاسو شخصي شیان دوی غلا کړي مثلا انځورونه او ویډیوګانې دوی په اسانې سره له تاسو لیک کړي او په نا وړه ځایونو کې یې بیا پلوري او کریډیټونه پرې اخلي.

۵. بعضي یې د مخصوص کار لپاره نه وي هسي پرې کریډیټ حاصلوي، مثلاً وای پای هیکینګ افلیکشنونه به تاسو د وای پای کوډ پیدا کولو لپاره ډانلوډ کړئ خو هغه کار به نه درته واخلئ بلکې محضي به مو ایم بي پرې خرڅې شي او دوی ته به د زیات ډانلوډینګ او استعمال کریډیټ یا په بله معني تحصیل میلاو شي.

۶. په اعلانونو (ads) کې به درته  ناوړه او نامشروع انځورونه او ویډیوې مخته راځي چې د مخته نورو کتلو او د دغې ګناه د مبتلا سبب به شي درته.

ښایي له نورو ستونزو سره به مو هم مخ کړي خو زیاتې خطرناکې ستونزې یې ذکر شوې دي

یادونه: کوم چې باوري او نړیوال وي هغه بېخاره ډانلوډوئ

باوري لکه د هدایت الله هدایت صېب او یا د ځینو باوري سایټونو کاریالونه (اپلیکیشنونه) او نړیوال لکه فېسبوک واټساپ ټلیګرام او داسي نور (خو پام مو چې وي هغه رسمي یې کښته کړئ نه هغه جعلي او ډوپلیکېټ یې)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close