له ښاغلي حکمتیار صاحب یوه هیله

نعمان لطیف

دحزب اسلامي له اړخه دطالبانو سره په ترکیه کې دمذاکراتو خبرې داسې مهال رسنېزې کېږي چې پنټاګون افغانستان ته دنویو اضافي عسکرو دلېږد خبرې کوي.

طالبانو هم دترکیې ناسته رد کړه، او هم یې دنویو اضافي اشغالګرو پوځیانو دراتګ په اړه توند غبرګون ښودلای.

له ډېرې مودې را هیسې دکابل دمزدورې ادارې دهر چارواکي له خولې، دسولې په اړه درواغجنې خبرې او دعوې روانې دي خو په عمل کې هیڅ نشته، او دسولې هره خبره یې په دوه مخۍ او د ولس په تېر اېستلو بناء ده.

دکابل ادارې سره دحزب اسلامي دمشر ښاغلي حکمتیار پیوستون افغانانو ته څه اندازه ډاډ ورکړ، چې ګواګې ښاغلی که نور هیڅ نه وي، کم از کم دسولې اړوند به غوڅ دریځ خپل کړي، او دسولې لپاره دطالبانو په څرګندو، او معقولو شرایطو به دکابل دبلواکې ادارې غوږونه تر یوه حده ورخلاص کړي.

له بده مرغه چې حکمتیار صاحب هم د بلواکه چارواکو پر پل، پل کېښود او د سولې اړوند یې دنورو چارواکو په څېر درواغجنې او لفظي دعوې شروع کړي.

ممکن حکمتیار ترکیې ته کوم منان خېل او معتصم خېل ورغوښتی وي او دسولې لپاره ورسره نمایشي ناستې ولري، خو دغه او دې ورته ناستې پرته له دې چې د افغان مظلوم او سولې ته لېوال ولس، احساسات مجروح کړي او په سود او سوال را ټولې شوې پیسې یې په پنځه ستوریزو هوټلونو کې ضایع شي، بله لاس ته راوړنه ونلري.

ښاغلي حکمتیار ته په کار ده دژوند په وروستي پړاؤ کې دیو لوبېدلي او ځېرک سیاستمدار په توګه دافغان قهرمان ولس ټپي وجود ته مرهم شي، او له اشغال یې دخلاصون لارې چارې ولټوي، نه دا چې دروبوټي چارواکو په څېر دبل په اشارو وناڅي، او د اشغال دتداوم، او د افغانانو دلا زیاتو بدبختیو باعث جوړ شي.

له ښاغلي حکمتیار صاحب یوه هیله؛ که په رښتیا سره غواړئ افغان قهرمان ولس له حقیقي سولې برخمن، او د اشغالګرو له اسارته وژغورئ، دسولې لپاره لومړی ګام په داخل کې پورته کړئ

داسې چې دکابل په مزدورو چارواکو کې د اشغالګرو خلاف دږغ پورته کولو جرأت پیدا کړئ، او دطالبانو په صفا او څرګندو شرایطو یې وپوهوئ.

دسولې او بین الافغاني تفاهم لپاره د طالبانو عمده شرط د اشغالګرو پوځیانو یو مخیز وتل دي

ښاغلی حکمتیار! په داسې حال کې چې همدا پرون، ستا دکابل یارانو او بلواکه چارواکو، د نویو اضافي اشغالګرو پوځیانو راتګ ته اتڼونه اچول؛ دسولې څرک څنګه لېدل کېدای شي؟

هیله ده دسولې په برخه کې د اشغالګرو دلاس آله ونه ګرځئ، د افغانانو په هیلو او ارمانونه خاورې ونه ښېندئ، او نه د دې ځورېدلي ملت په سرنوشت هیچاته د نورو او نویو لوبو اجازه ورکړئ.

دحقیقي او تلپاتې سولې لپاره، دسولې اصلي ادرس درک کړئ او وړاندې تر دې چې د افغان ولس دسود او سوال پیسې دترکیې په پنځه ستوریزو هوټلونو کې د منان خېلو، او معتصم خېلو سره پر بې ځایه او بې فایدې ناستو صرف کړئ، د څنګ یاران مو دطالبانو د اساسي شرط په منلو قانع کړئ، باقي خدای مهربان دی امید شته چې هڅې مو رنګ راوړي، ورنه په داسې نمایشي ناستو به درپاتې اعتماد هم وبایلئ.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close