له کابل او پکتيا څخه غزني ته ورتلونکي پوځي کاروانونه بېرته ستانه شوي

تازه جزيات: نن سهار پر محبس او د ملي امنيت پر رياست د طالبانو له لوري درنه جګړه پيل شوې چې لا هم دوام لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۰)

د راپورونو پر بنسټ، غزني ولايت ته له کابل او پکتيا څخه ورتلونکې کومکي قوې د طالبانو د سختو بریدونو له کبله بېرته ستنې شوې دي.

د دفاع وزارت يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، تېره ورځ له کابل څخه يوه لويه قوه غزني ولايت ته پرلاره وه چې غوښتل يې د دغه ولايت د سقوط مخه ونيسي خو د میدان وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د طالبانو له سختو بريدونو سره مخ شوه.

د سرچينې په وينا، په دغه بريدونو کې چې څو ساعته يې دوام وکړ افغان امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

دغه راز له پکتيا څخه هم راپورونه ورکړل شوي چې طالبانو د تندر قول اردو د هغه کومکي قوې مخه نيولې چې غوښتل يې غزني ته د کومک لپاره ولاړه شي خو د سختو بريدونو له کبله بېرته ګرځېدلې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد تاييدوي وايي، په سيدا اباد کې له کومکي قوې څخه ۱۲ ټانکونه ویشتل شوي، ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې “پاتې عسکر د غزني سره د کومک پرځای بیرته کابل ته وتښتېدل.”

د مجاهد په وينا، له پکتيا څخه روانه شوې قوه د ګرديز زرمت تر منځ د طالبانو له سختو بريدونو سره مخ شوې، درې ټانګونه يې ويجاړ شوي، له لسو زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ” نور قطار شاګرځ ته اړ شو او بیرته پر شا وتښتېد”.

دا چې په غزني کې طالبانو په ځينو پاتې دولتي پوځي تاسيساتو برېښنا قطع کړې، د مبايل شبکې بندې دي، ډيری سرتيري کلابند دي چې له مرکز او نورو ولايتونو سره يې هرډول اړيکې پرې شوي دي.

تېره شپه هم د غزني ښار په ځينو برخو کې جګړې شوي او تازه راپورونه ښيي چې اوس مهال طالبانو يوځل بيا د دغه ولايت په ملي امنيت رياست او محبس درنه جګړه پيل کړې ده.

د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو د والي د دفتر محافظتي کنډک چې د “موی مبارک” په کنډک يادېده هم نيولی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، تر دې دمه د غزني په جګړه کې پنځه پنځوس عرادې ټانګونه، رينجر موټرو د نيول کېدو ترڅنګ سلګونه ميله سپکې- درنې وسلې او په لسهاوو زره مرمۍ او مهمات نيول شوي او امن سيمو ته وړل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close