له کویټي پلاوي غلا کوونکی پاکستانی افسر له دندې ګوښه شو

هغه پاکستانی افسر چې څو ورځې وړاندې یې دې هېواد ته د ورغلي لوړپوړي کویټي پلاوي له دینارو ډک بکس او یوه بټوه غلا کړې وه له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، فواد چوهدري، نن رسنیو ته ویلي چې ښاغلي ضرار حیدر د تیرې جمعې په ماښام د یوه لوړپوړي کویټي پلاوي له دینارو ډک بکس پټ کړی و، چې له امله یې نوموړی له دندې ګوښه شوی او په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.

د پاکستان د جیونیوز ټلوېزون د خبر له مخې، کویټی پلاوی د اقتصادي چارو په اړه له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت و چې بکس یې غلا کړل شو.

 جیونیوز د سرچینو له خولې لیکلي، کله چې د پلاوي مشر وویل چې بکس او بټوه یې غلا شوې نو د څارنې د پټې کېمرې ویډیو وکتل شوه. په ویډیو کې د ۲۰مې رتبې یو تن افسر ضرار حیدر د دواړو شیانو په غلا کولو ولیدل شو.

د دې غلا له امله ښاغلی ضرار دمخه لا نیول شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close