امریکا او حکومت له سیمه ییزو هېوادونو سره د طالبانو له تماسونو ولې وېرېږي؟

طالبان په دې وروستیو کلونو کې توانېدلي چې له ګاونډیانو او نړیوالو سره، د خپل حکومت د مهال برخلاف، سیاسي اړیکې او تماسونه ټینګ کړي، او په دې توګه یې هغوی د خپلې ۱۷ کلنې مبارزې د مشروعیت او خپل مقاومت په اړه تر څه حده قانع کړي دي.

خو د افغانستان د جګړې اصلي اړخ امریکا او کابل حکومت هڅه کوي چې طالبان منزوي او دې ته مجبوره کړي چې له ګاونډیانو سره د افغانستان د مسئلې د حل په تړاو خپل تماسونه پرې کړي.

ولې امریکا او کابل حکومت د طالبانو له دې ډیپلوماټيکو پرمختګونو وېره لري؟ دا او څو نورې پوښتنې مو له امریکا-مېشتي سیاسي چارو له کارپوه، واحد فقیري، کړې دي.

امریکا ولې له دې اړیکو وېره لري؟

د سیاسي چارو د کارپوه واحد فقیري په نظر، د امریکا ډار څو ”عمده دلایل“ لري. که طالبان له نورو هېوادونو سره ډيپلوماټیک تماسونه ټینګ او لاپراخ کړي، ”دا به په افغانستان کي د امریکا هژموني په خطر کې واچوي. نور سیمه ییز هېوادونه به د افغانستان په قضیه کې راداخل شي، د امریکا تسلط به چېلنج شي، طالبان به مشروعیت پيدا کړي، امریکا به رسوا شي، او، په اصطلاح، لمن به یې پر سر ورواوړي.“

 دا ټول هغه څه دي چې امریکا یې لیدلو ته هیڅکله چمتو نه ده.

کابل رژیم ولې دا تماسونه نه غواړي؟

ښاغلی فقیري، د زیاترو افغانانو په څېر، په دې اند دی چې افغان حکومت خپلواک نه دی او د امریکا پر پلونو روان دی. ”د کابل رژیم هغه څه کوي چې امریکايي بادارن یې ورته امر کوي. د کابل رژیم کومه مستقله اراده نه لري، بلکې یوازي د امریکا ډول ته ګډېږي.“

”د کابل رژیم دا وېره لري چې که چیرې طالبان له نورو هېوادونو سره تماس ونیسي، د کابل نامشروع رژیم به لا ریشخند او رسوا شي.“

د طالبانو ډيپلوماټیکي هڅې امریکا او افغان حکومت ته څه زیان، او طالبانو ته کومې ګټې لري؟

واحد فقیري زیاتوي چې طالبان له ګاونډیانو سره د اړیکو په ټینګولو او پراخولو سره ځان ”په نړیواله کچه یو منل شوی او یا اقلا پېژندل شوی قوت“ ثابتولای شي.

 د نوموړي په اند، نړیوال ډیپلوماټیک تماسونو کولای شي چې د یوې ډلې یا حکومت منابع او حمایت پراخ کړي او له انزوا یې راوباسي. ”په بین المللي روابطو کې له ډېرو اکټرانو سره اړیکې درلودل پر دې دلالت کوي چې تاسې په نړیواله کچه یو منل شوی، او یا اقلا پېژندل شوی قوت، یاست. بلخوا، نړیوال تماس کولای شي چې ستاسې منابع او حمایت پراخ کړي، او تاسې له انزوا راوباسي.“

د سیاسي چارو کارپوه، واحد فقیري
د سیاسي چارو کارپوه، واحد فقیري

”امریکا په خپل ټول قوت کوښښ کوي چې په افغانستان کې خپل ناروا انحصار وساتي او نور طاقتونه له دې ځایه لیرې وساتي. د طالبانو ډیپلوماټیک ابتکار د امریکا د ډیپلوماټیک انحصار او هژموني د ختمولو لپاره دی. امریکا په دې تهدید باندي ښه پوهېږي، او غواړي چې له هرې لارې مبارزه ورسره وکړي.“

د طالبانو ډيپلوماټيکي هڅې د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو سره څومره مرسته کولای شي؟

واحد فقیري له ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې د افغانستان په ګټه بولي او وايي چې دا اړیکې ”د امریکايي اشغال د ختمولو لپاره ګټورې واقع کېدای شي.“

د فقیري په باور، ”زموږ ځینې ګاونډیان د طالبانو په اړه اندېښنې لري، په تېره بیا زموږ شمالي او غربي ګاونډیان. که چیرې طالبان په دې وتوانېږي چې‌ د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته مثبت ځواب ووایي، دا کار به د طالبانو لپاره ډېر ګتور تمام شي.“

واحد فقیري په پای کې د طالبانو+ګاونډیانو+سیمه ییزو هېوادونو د ديپلوماټیکو اړیکو په اړه وايي، ”موږ مجبوره یو چې له خپلو ګاونډیانو سره تر ابده پورې ژوند وکړو. مګر امریکا، که نن وي او که سبا، ضرور به د افغانستان اشغال ختموي او فرار به کوي؛ خو زموږ ګاونډیان به تل راسره وي. نو لهذا، له ګاونډیانو سره ښې اړیکي زموږ په ګټه دي.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close