لومړۍ لويه ګناه د خداى جل جلاله سره شريك نيول (۱) برخه

تر ټولو ګناهونو لويه ګناه د خداى سره شريك نيول ( شرك ) دۍ . شرك په دوه ډوله دى:

د شرك لومړ ى ډول: د خداى څخه پرته د بل مخلوق ( پېغمبر ، ولي ، پاچا ، لمر ، سپوږمۍ ،ونې او ياداسي نورو شيانو ) عبادت  كول دي. خداى فرمايلي دي : } إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء { د خداى په وړاندي يواځي شرك نه بخښل كيږي د هغه نه پرته نور ټول بخښل كيداى شي چا ته چې هغه بخښنه وغواړي.

خداى په بل ايت كې فرمايلي دي: إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ }13{ بې شكه شرك ډېر لوى ظلم دى.

خداى بيا فرمايلي دي: إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ} 72{ چا چې د خداى سره څوك شريك وګڼه خداى په هغه جنت حرام كړى دى د هغه استوګنځى دوزخ دى، ستاسو ظالمانو څوك مرستندوى نشته .

د خداى سره دشريك نيولو په اړه په قرانكريم كې ډېر اياتونه راغلي دي .

هر څوك چې د خداى  سره شريك ونيسي او د شرك په حالت كې مړ هم شي په هغه دنيا كې د ده ځاى دوزخ دى لكه څنګه چې ايمان راوړي او د ايمان په حالت كې وفات شي نو په هغه دنيا كې به يې ځاى په جنت كې وي كه د دوزخ عذاب هم وركړل شي خو بيا به هم جنت ته ځي ،په صحيحنو كې درسول الله r څخه يوحديث شريف روايت شوى دى: } الا انبئكم باكبرالكبائر، ثلاثاً قالو بلى يا رسول الله ، قال : ( الاشراك بالله وعقوق الوالدين، وكان متكئاً فجلس، فقال: ( الاوقول الزور الاوشهادة الزور ) فما زال يكررها حتى قلنا سكت{  ايا تاسو ته د ټولو څخه د دريو لويو ګناهونو خبر درنه كړم ، صحابه وو وويل ولي نه، پېغمبر ورته وويل : (د خداى سره شريك نيول ، د مور او پلار نافرماني ، پېغمبرr په دې وخت كې تكيه وهلې وه بيا كښېناستلو وې ويل : ( خبردار! دروغ او د دروغو شاهدي ). پېغمبر  دا خبره بيا ـ بيا ويله تر دې پورې چې مونږ ( صحابه وو ) وويل چې اوس چپ شوى واى .

پېغمبر فرمايلي دي : (اجتنبو سبع الموبقات ) فذكر منها الشرك بالله وقال  ( من بدل دينه فاقتلو ) الحديث .

( د اوو تباه كوونكو څخه ځانونه وساتى چې په هغو كې يې د شرك يادونه هم وكړه ).پغيمبر  بياوويل: ( هر چا چې  خپل دين  بدل كړى هغه و وژنئ .)

دشرك دوهم ډول: په كارونو كې رياء ( ځان ښودنه ) ده لكه خداى فرمايلي دي: فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحًا وَلاَ يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا }110{ كه څوك د خپل پروردګار سره د يوځاى كېدو په هيله وي ښه ـ ښه عملونه دي وكړي او په بندګۍ كې دې د خپل پالونكي څخه پرته څوك شريك نه كړي يعنې هيڅوك بايد د رياء له پاره كار ونه كړي ، پېغمبر r فرمايلي دي: اياكم والشرك الاصغر قالوا: يارسول الله ومالشرك الاصغر؟ قال: (الرياء) يقول الله تعالى يوم يجازى العباد باعمالهم:اذهبوا الى الذين كنتم تراءونهم باعمالكم فى الدنيا فانظرواهل تجدون عندهم جزاء) ( د كوچني شرك څخه ځانونه وساتئ ، صحابه وو وويل : ( اى دخداى پېغمبره! كوچنۍشرك څه شى دى؟ پېغمبر r ورته وويل : ( رياء ) ، د قيامت په ورځ چې خداى خپلو بندګانو ته دعملونو بدلې وركوي رياء كارانو ته به ووايي تاسوهغه كسانو ته ورشى چې په دنياكې به مو عملونه ورته ښودل او ورسره وګورئ د هغوى سره ستاسي بدلې دي.)

پېغمبرr فرمايلي دي : ( يقول الله من عمل عملاً اشرك معى فيه غيرى فهو الذى اشرك وانا منه برىء ) ( خداى وايي څوك چې يو داسې كار وكړي چې په هغه كې زما سره شريك ونيسي زه د ده څخه بېزاره يم ) په بل حديث شريف كې پېغمبر r فرمايلي دي : ( من سمع سمع الله به ومن راءى راءى الله به ) څوك چې د چا عيبونه ښكاره كړي خداى به د هغه عيبونه هم ښكاره كړي او چا چې په خپل كار كې رياء وكړه خداى د هغه كار د رياء لپاره وګرځوي

د حضرت ابوهريره t څخه روايت شوى دى چې رسول الله r فرمايلي دي : ( رب صائم ليس له من صومه الا الجوع والعطش ، ورب قائم ليس له من قيامه الا السهر )  ډېر روژه نيونكي داسي دي چې روژه نيسي خو د لوږې او تندې څخه پرته هيڅ شى په لاس نه ورځي او ډېر لمونځ كوونكي داسې دي چې د ولاړې او ستړتيا څخه پرته هيڅ شى په لاس نه ورځي .

د دې حديث شريف څخه دا معلوميږي كه لمونځ او روژه د خداى درضا د پاره نه وي ثواب نه لري لكه څنګه چې دپېغمبر r څخه روايت شوى دى: (مثل الذى يعمل للرياء والسمعة كمثل الذى يملاء كيسه حصى ،ثم يدخل السوق يشترى به فاذا فتحه قدام البائع فاذا هو حصى، وضرب به وجهه ولا منفعة له فىكيسه سوىمقالة الناس له : ما املاء كيسه، ولايعطى به شيئا فكذالك الذى يعمل للرياء والسمعة فليس له من عمله سوى مقالة الناس ، ولا ثواب له فىالاخرة ) هغه سړى چې يو كار درياء او شهرت دپاره كوي دهغه مثال د هغه كس په ډول دى چې بوجۍ د كاڼو څخه ډكه كړي او بازار ته يې د خرڅولو د پاره يوسي خو كله يې چې د سوداګر مخې ته كيږدي او سوداګر يې وويني چې كاڼي دي هغه د شرم او غم څخه خپل مخ او سر ووهي د خلكو د خبرو پرته د ده بوجۍ هيڅ ګټه ور ونه رسوي او حال دا چې د ده بوجۍ كې څه شى دى هغه هيڅ ارزښت نه لري نو د ځان ښودونكي او نوم ويستونكي مثال هم داسي دى د خلكو د خبرو پرته به د ده عملونه په دنيا او اخرت كې ده ته هيڅ ګټه ورونه رسوي .

خداى بيا فرمايلي دي : وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاء مَّنثُورًا ) 23(  په رښتيا چې مونږ دوى خپلو كارونو ته راوستل چې دوى كړي و او بيا مو د دوى عملونه د الوتونكو دوړو په ډول وګرځول.

يعنې هغه كارونه چې د خداى د رضاء د پاره نه وي ثواب نه لري او دهغو دوړو او ذراتو په ډول دي چې د لمرپه وړانګو كې ګرځي راګرځي. عدي د حاتم الطايي زوى د پېغمبر r څخه روايت كړى دى وايي: ( يومر بفئام اى جماعات ، من الناس يوم القيامة الى الجنة ،حتى اذا دنوا منهاواستنشقوا رائحتها ، وانظروا الى قصورها والى ما اعدالله لاهلهانوداان اصرفوهم عنها ، فانهم لا نصيب لهم فيها ، فيرجعون بحسرة وندامةمارجع الاولون والاخرون بمثلها، فيقولون : ربنا لو ادخلنا قبل ان ترينا مااريتنا من ثواب ما اعددت لاوليائك علينا، فيقول الله تعالى : ذلك ما اردت بكم ، كنتم اذا خلوتم بارزتمونى بالعظائم واذا لقيتم الناس لقيتمنوهن مخبتين ، تراءون باعمالكم خلاف ما تعطونى من قلوبكم هبتم الناس ولم تهابونى ، واجللتم الناس ولم تجلونى وتركتم ولم تتركوالى ، يعنى لاجل الناس ، فاليوم اذيقكم اليم عقابى مع ما حرمتكم من جزيل ثوابى ) د قيامت په ورځ به ځينو خلكوته جنت د تللو حكم وشي تر دې چې جنت ته به دومره نزدې شي چې د جنت بوى به ورباندې ولګيږي ،د جنت ښكلې ماڼۍ او هغه شيان به وويني چې خداى د خپلو دوستانو ( جنتيانو ) د استوګنې ( ژوند ـ ژواك ) له پاره جوړ كړي دي بيا بيرته اواز ورته وكړي چې راوې ګرځوى دا د دوى په برخه كې نشته په داسې حال كې به دوى بيرته راوګرځوي چې ډېر خفه او پښېمانه به وي داسې كار به نه دمخكېنو سره شوى وي او نه به د وروستنيو ( راتلونكو ) سره وشي . دوى به ووايي اى خدايه ! دا به مونږ ته اسانه وه چې مخكې له كتلو د هغو شيانو چې خپلو دوستانو ته دي جوړكړي دوزخ ته به دي داخل كړي واى ، دوزخ ته تګ او عذاب به مونږ ته اسانه واى، خداى به ورته ووايي : ( دا هغه شيان و چې ما تاسو ته تيار كړي وو خو تاسې به چې كله يواځې شوى لوى ـ لوى ګناهونه به موكول خو چې كله به د خلكو سره يو ځاى شوې هغوى ته به مو د داسې عملونو ښودنه كوله چې ستاسې په زړونه كې به نه و ، د خلكو څخه به ډاريدى خوزما څخه به نه ډاريدى،د خلكو عزت به مو كاوه خو زما عزت به مو نه كاوه ، د هغوى د پاره به مو كارونه پريښودل خو زما د رضاء دپاره به مو نه پرېښودل ،نن ورځ به زه تاسو ته دردونكى عذاب دركړم او د خپل ثواب څخه به مو هم بې برخې كړم .)

د پېغمبر r څخه يو كس پوښتنه وكړه خلاصون او كاميابې څه شى ده؟ پېغمبرr ورته وويل ( ان لا تخادع الله ) چې د خداى سره دوكه ونه كړې ، سړى پوښتنه وكړه د خداى سره څرنګه دوكه كيږي ؟ پېغمبر r ورته وويل : ( ان تعمل عملاً امرك الله ورسوله به وتريد به غير وجه الله ، واتق الرياء فانه الشرك الاصغر وان المرائي ينادى عليه يوم القيامة على رووس الخلائق باربعة اسماء يامرائي يا غادر يا فاجر يا خاسر ، ضل عملك وبطل اجرك ، فلا اجرلك عندنا اذهب فخذ اجرك ممن كنت تمل له يا مخادع ) يو كار چې خداى او پېغمبر r يې امر كړى وي د بل چا دپاره وكړې ، درياء څخه ځان وساتئ ځكه چې رياء كوچنۍ شرك دى ، د قيامت په ورځ باندې به رياء كوونكي ته په څلورو نومونو باندې اواز كيږي : ( اى رياء كاره! ،اى دوكه ماره! اى بدكاره! او په اى تاواني ! )ستا د ټولو عملونو ثواب د تل لپاره بې ځايه شوزمونږ سره يې بدله نشته ، اى دوكه كوونكيه! هغو كسانو ته لاړشه چې د هغوى له پاره دي عبادت كاوه.

په يو روايت كې راغلي دي چې له ځينو حاكمانو څخه وپوښتل شول چې مخلصين څوك دي؟ هغوى ورته په ځواب كې وويل : ( هغه څوك دي چې خپله نيكې د ګناه په څېر پټوي ) او له ځينو نورو څخه وپوښتل چې د اخلاص مقصد څه شى دى ؟ هغوى ورته وويل : ( د خلكو ستائنه نه خوښول ) . الفضيل د عياض زوى وايي : ( د خلكو د وجې د يو عمل پرېښودل رياء ده او كول يې شرك دى او د دې دواړو څخه ځان ساتل اخلاص دى .)

اى پروردګاره! مونږ له دې دواړوڅخه وژغوره او بخښنه راته وكړه .

لیکوال علامه محمد احمد رحمه الله : جمع او ترتیب : حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close