لوګر: امريکا په بمبار کې د عسکرو د وژل کېدو په اړه د کورنيو چارو وزارت ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۸)

د روانې زمري مياشتې په شپاړلسمه نېټه د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې پر دولتي عسکرو بمباري وکړه چې د سيمه ييزو چارواکو او کورنيو چارو وزارت په وينا پکې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته خو د امريکا پوځ دغه ادعا رد کړې.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحیمي په بمبار کې د نهه تنو سيمه ييزو پوليسو د وژل کېدل او پنځلس نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالوي وکیل ويلي و، د ازرې په بمبار کې تر پنځلس پوليس وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي چې د لوګر د والي وياند شمشماد لونګ په بمبار کې د پوليسو وژل کېدل تاييد کړي دي.

 په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت ويلي و چې دغه بمبار يې د افغان ځواکونو په غوښتنه کړی او رسنيو ته يې په تازه لېږل شوي بيان کې د کورنيو چارو وزارت او سيمه ييزو چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ګنې په یاد بريد کې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وياند ډګرمن مارټين او دونيل وايي،د افغان پوځ د سيمه ييزو قوماندانانو د وينا له مخې او د بمبارۍ له ځايه د اخيستل شويو انځورونو څخه ښکاري چې په پېښه کې يو سرتيری هم نه دی وژل شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنيو ځواکونو الوتکې د افغان پوځ سرتيري په نښه کوي بلکې تر دې مخکې يې هم څو ځلې پر دولتي عسکرو بمبارۍ کړي چې لسګونه عسکرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ په سنګه خير سيمه کې د بهرنيو ځواکونو الوتکو پر سيمه ييزو پوليسو بمبار وکړ چې د بادغيس د ولايتي شورا د غړي فرید اخي زي په ينا شپږ پوليس پکې ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close