لوګر اوسېدونکي: د ګډو ځواکونو عملياتو کې د طالبانو په نوم ملکي خلک وژل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۵)

د لوګر ولايت اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال د طالبانو په نوم زورول کېږي او وژل کېږي.

د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په شپنيو عملياتو کې ډیری وخت د ملکي خلکو ميشت ځايونه او کورونه په نښه کېږي، په بمونو الوزول کېږي او په ډيره بې رحمۍ د طالبانو تر نامه لاندې وژل کېږي.

دوی وايي، دغه ستونزې د دې لامل شوي چې ډیی خلکو خپل استوګن ځايونه پريښي او يو شمير نور هم د خپلو سیمو پريښودو ته لارې پيدا کوي.

د لوګر ولايتي شورا هم یادې ستونزې مني خو زياتوي چې په وار وار يې له حکومته غوشتنه کړې چې د عملياتو پر مهال د خلکو ژوند ته پام وکړي او د هغوی ستونزې په نظر کې ونيسي.

په عين حال کې د ولسي جرګې غړو یو ځل بيا غوښتنه کړې چې افغان او بهرني ځواکونه دې خپل شپني عملیات او د ملکي خلکو وژنه بنده کړي.

د ولسي جرګې غړي نقيب الله د جرګې په ننۍ غونډه کې وويل، په نږدې څو ورځو کې ګډو ځواکونو په لغمان، ننګرهار، کونړ او ځينو نورو ولايتونو کې په شپنيو عملياتو کې ملکي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د نقيب الله په وينا، د ولايتونو سيمه ييز چارواکي د يادو عملياتو د بندولو په اړه ځکه اقدام نه شي کولی چې دغه ډول عملیات له کابل او امریکايي پوځي اډو څخه رهبري کېږي چې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي.

نوموړي له حکومت نه غوښتنه وکړه چې پر بهرنيانو زور راوړي ترڅو خپل شپني عمليات او د ملکي خلکو وژل بند کړي کنه په راتلونکي کې به دغه ډول عمليات ښې پايلې ونه لري.

تيره شپه هم د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ننګرهار ولايت، خوګياڼو په مملې کلي کې پنځه تنه وژل شوي دي.

په تيره يوه اوونۍ کې يواځې په ننګرهار ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ملکيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې په اړه يې نه ولايتي ادارې، نه د کابل حکومت او نه هم د ملګرو ملتونو ملکي وګړو د مخنيوي ادارو په دې اړه کوم غبرګون ښودلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close