لوګر: د استیناف محکمې د قاضیانو پر موټر چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۱۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له لوګر ولایت څخه په ور کړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې د دغه ولایت د استیناف محکمې د قاضیانو پر موټر چاودنه شوې ده چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د لوګر ولایت د والي ویاند سلیم صالح د یاد خبر په تأیید کې ویلي دي چې نن سهار ۹ بجې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د استیناف محکمې د قاضیانو پر موټر چاودنه شوې.
صالح د نورو جزئیاتو په اړه مالومات ور نکړل.
له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د یاد برید د پړه اخیستو په صورت کې ویلي دي چې نن سهار د دوی د جنګیالیو له لورې د لوګر ولایت د مرکز (پل علم) اړونده سیمه کې د محکمې د مشر پر موټر ماین چاودنه وشوه، چې د قاضیانو په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close