لوګر: د برکي برک ولسوال او یو قوماندان په جلا جلا چاودنو کې وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۷)

راپورونه وایي چې تیره ورځ د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ ولسوال او د خوست د بلوک قوماندان په دوو جلا چاودنو کې ووژل شول.
خبر زیاتوي؛ د برکي برک ولسوالۍ ولسوال عین الدین او د یادې ولسوالۍ د امنیت آمر چې تیره ورځ مازدیګر ناوخته د شیروازې له سیمې څخه په یوه ټانګ کې د تیریدو په حال کې، د سړک غاړې د ماین چاودنه پرې وشوه او دواړه چارواکي له خپلو ساتونکو سره یو ځای ووژل شول.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره ورځ ماسپښين مهال د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې دکاندید عبدالنصیر حقمل موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
سرچینې وایي، په چاودنه کې کاندید ټپي شوی خو د حاکم جان په نامه یو قوماندان چې دخوست په زاړه میدان کې دکمربند دمسئول اوهارون خیلو کې دبلوک دقومندان په توګه وظیفې اجراء کړې وه،وژل شوی دی.
طالبانو د دواړو پیښو مسؤلیت منلی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close