لوګر: د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې پنځلس پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۶)

تېره شپه د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ او شاوخوا دفاعي پوستو طالبانو بريدونه کړي چې وروسته سيمې ته د بهرنيو ځواکونو الوتکې راغلي او د طالبانو په ګډون يې پوليس او ملکي خلک هم بمبار کړي او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزی تاييدوي وايي، چې لا هم پر دغه ولسوالۍ د طالبانو بريدونه دوام لري او جګړه روانه ده چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د لوګر د ولايتي شورا غړی عبدالولي وکيل وايي، ټوله شپه د طالبانو او عسکرو تر منځ جګړه وشوه، سهار مهال بهرنيو ځواکونو په سيمه کې دولتي پوستې بمبار کړې چې پنځلس عسکر او پنځه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

د عبدالوکيل په وينا، په دغه جګړه کې علاوه له بمبار څخه د طالبانو سره په نښتو کې هم عسکر وژل شوي زياتوي که وضعيت همداسې دوام پيدا کړي ښايي ولسوالۍ ډير ژر د طالبانو لاسته ولوېږي.

ځايي اوسېدونکي شهزاده توحيدمل رسنيو ته ويلي، له تېرې شپې راهيسې اته پوستې سقوط شوي او اوس هم جګړه روانه ده.

یو شمير ناتاييد شوي راپورونه وايي، په دغه جګړه او بمبار کې تر پنځوس پورې ملکيانو، پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بله پلوه طالبانو په ازره ولسوالۍ کې د بريدونو پخلی کړی، په يوې خبرپاڼې کې يې ويلي چې د يادې ولسوالۍ مربوط د “صنم خيلو او کټوال” سيمه  او د اربکيانو ټولې پوستې نيولي، چې په ترڅ کې يې نوولس اربکيان وزل شوي، شپږ طالبانو ژوندي نيولي او يو شمير يې له سيمې څخه تښتېدلي دي.

طالبان وايي، په دغه جګړه کې يې ډيرې وسلې او مهمات هم نيولي دي.

که څه هم چارواکي وايي، په دغه جګړه او بمبار کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو طالبانو تر اوسه د وراوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close