لوګر: د سولې په تړاو جوړه شوې غونډه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۷) د لوګر ولايت امنيتي مسئولين وايي، د دغه ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د سولې په تړاو جوړه شوې غونډه کې چاودنې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه د یادې ولسوالۍ مربوط د اسماعيل خيلو په کلي کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کاږي، په چاودنه کې اته تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

تر اوسه د چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

تر دې مخکې طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې ويلي، چې ولسي خلک دې د هر ډول غونډو د ترسره کولو پر مهال له احتياط څخه کار واخلي ترڅو يې په منځ کې استخباراتي کړۍ چاودنې او بریدونه ونه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close