لوګر: د طالبانو په برید کې دوه امریکایان وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۲)

راپورونه وایي، چې طالبانو تیره ورځ د کابل _ګردیز پر لویه لار د تنګي واغجان سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بریدونه کړي.
خبر زیاتوي، یاد برید پوره یو ساعت روان و او تلفات هم له ځانه سره لري.
که څه هم د لوګر ځایي چارواکي په دې تړاو له څه ویلو ډډه کوي، خو طالبان وایی چې، په دې برید کې یې ۲ امریکایي عسکر وژلي او ۹ اکمالاتي موټر یې تخریب کړي دي.
طالبانو د ګڼو عسکرو د ټپي کیدو ادعا هم کړې.
امریکایی ځواکونو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې طالبان وخت ناوخت پر دې لاره پر بهرنیو او دولتي ځواکونو بریدونه ترسره کوي او کله هم پر یاد سړک د تلاشي لپاره هم راوځي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close