لوګر: د واده په مراسمو چاودنه کې شپږويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۱)

د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د واده مراسمو پر مهال چاودنه شوې چې له کبله يې شږويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په سفيد سنګ سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي.

تر اوسه د چاودنې په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي خو نه هم چارواکو په دې اړه څه ويلي.

تر دې دمه چا د چاودنې مسئوليت نه دی منلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close