لوګر: د چاپې عسکرو او طالبانو تر منځ نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۲) د لوګر ولايت په مرکز پل علم اړوند “الوزيو” سيمه کې د چاي عسکرو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې د دواړو غاړو سربيره ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د لوګر ولايت چارواکي وايي، د صفر یک قطعې عسکرو له خوا په بيګانيو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې يې څلورويشت طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

خو ځايي اوسېدونکي بيا وايي، د صفریک قطعې هوايي ځواکونو ملکي کورونه بمبار کړي چې د څو طالبانو په ګډون پکې نږدې شل تنو ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په يوې خبرپاڼه کې ويلي، ګډو ځواکونو په سيمه کې چاپه اچولې وه چې د طالبانو له لوري پرې بريدونه وشول او په ترڅ کيې نهه تنه د صفر یک قطعې په نامه عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

مجاهد د چارواکو هغه ادعا رد کړې ګنې په يادو عملياتو کې څلوروشت طالبان وژل شوي زياتوي چې “په نښته کې ۵ تنه مجاهدین هم شهیدان او ۳ تنه ټپيان شول.”

د الوزیو سيمې يو تن اوسېدونکی عبدالرحيم وايي، د چورلکو له لوري د کلي پر مسجد او شاوخوا کورونو بمباري شوې چې له کبله يې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړی وايي، لا هم ځينې خلک په کورنو کې تر خاورو لاندې دي او کليوال يې د رايستلو هڅې کوي.

تېره ورځ طالبانو د لوګر مرکز خدر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان د موټر په سيله سرتيری بريد وکړ چې طالبان وايي په دغه بريد کې پنځه امريکايي عسکر ووژل شول او یو شمير نور ټپيان شول.

طالبانو ويلي، بريد يې د ګډو ځواکونو د شپنيو چاپو او هوايي بريدونو په انتقام ترسره کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close