لوګر: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې ملکيانو ته مالي او ځاني زيان اوښتی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۴)

د لوګر ولايت د مرکز مربوط په بابوس سيمه کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې دغه عمليات د باس او زوري سيمو کې شوي زياتوي په عملياتو کې د افغان ځواکونو تر څنګ بهرنيو پوځيانو هم شتون درلود چې د يو شمیر کورونو دروازې زې په بمونو الوزولي، او اووه کورونه يې په مکمله توګه ويجاړ کړي دي.

د بابوس سيمې يو تن اوسېدونکی خان محمد وايي، عملیاتي عسکرو کليوال خلک له کورونو راوايستل، په دې یخ ژمي يې د کورونو ديوالونو ته لاس تړلي کينولي و زياتوي چې د عملياتو پر وخت ګډو ځواکونو اته تنه ملکي کسان په شهادت رسولي دي.

د خان محمد په وينا، په سيمه کې هيڅ کوم طالب او يا حکومت ضد وسله والو شتون نه درلود خو بيا هم حکومتي ځواکونو پر ملکي خلکو قيامت تير کړ، خلک يې ووهل ويې زورول او د هغوی مالونه يې چورل کړل.

د روان ميلادي کال په جولای مياشت کې هم په ياده سيمه کې افغان او بهرنيو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي و چې نږدې لس ملکي کسان پکې وژل شوي و او پنځلس تنه نور ټپيان و.

تر اوسه د لوګر ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ننګرهار، هلمند، لغمان، پکتیا، پکتیکا او ګڼو نورو ولایتونو کې پر ملکي سیمو د ګډو ځواکونو د شپنیوعملیاتو او خپلسرو هوايي بریدونو د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي.

د دغه جرګې غړو عبیدالله بارکزي، زکریا زکریا او ملاتره خېل محمدي وړمه ورځ د جرګې په ناسته کې وویل، بهرنیو ځواکونو افغانستان د ملکیانو لپاره جهنم ګرځولی، هره ورځ پر ملکي سیمو ځمکني او هوايي عملیات روان دي، د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی، خو افغان حکومت یې بیا پر وړاندې بې تفاوته دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close