لوګر: د ګډو ځواکونو په بمبار او عملیاتو کې له شلو زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳۰)

د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات او بمبارۍ کړي چې پر مهال يې لسګونه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي باوري سرچينې وايي، دغه عملیات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د آب بازک په کلي کړي چې د خلکو د کورونو دروازې يې بمونو الوزولي او وروسته يې د سيمې د املاامام (مولوي ملنګ) کور بمبار کړی چې په پايله کې يې له شلو زيات کسان وژل شوي دي.

د ياد کلي اوسېدونکي وايي، په وژل شويو کې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي او يو شمير نور ټپيان دي.

دغه راز عملياتي عسکرو د حاجي شاهسوار په نوم د يوه عام کلیوال کس له کوره پيسې او قيمتي شيان لوټلي او وروسته يې کور ورته په بمونو الوزولی چې د عملیاتو پر مهال دوه موټر، دوه ټکټران او د عامو خلکو څلور موټرسيکلونه هم سوځول شوي دي.

ويل کېږي، عملياتي عسکرو ديارلس ملکي کسان د بنديانو په توګه له ځان سره وړي دي چې د ځايي اوسېدونکو په وينا هيڅ کوم يې له وسله والو سره اړيکې نه لري.

ځينې سرچينې وايي، به دغه عملياتو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکو دا مهال د کابل- ګردیز لويه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې او د دغه عملياتو په غبرګون کې يې په لاريون لاس پورې کړی دی.

په وروستيو کې يو ځل بيا د ګډو ځواکونو- صفریک او صفر دو ځانګړو قطعو شپني عملیات او بمبارۍ زياتې کړي چې له کبله يې د عامو خلکو کورونه او ملکي وګړي په نښه کېږي.

ولايتي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو او معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close