لوګر: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا شل تنه بیګناه هیوادوال وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳۰)

د لوګر ولایت ځایی خلک وایی چې تیره شپه د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د “آب بازک“ په سیمه کې امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د ولسی خلکو پر کورونو چاپه وهلې.
د خلکو په وینا؛ ګډو ځواکونو د کلي د ملا امام کور په منفجره توکو الوزولی او وروسته یې پر ښځو او ماشومانو بې دریغه ډزې کړې.
وروستۍ شمیرې ښیي چې په دې برید کې شل (۲۰) ته ملکي هیوادوال چې لوی اکثریت یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
دغه راز ګډو ځواکونو په یاد کلي کې د خلکو ۴ موټر هم له منځه وړی او ۱۳ تنه کليوال یې له ځانه سره د بندیانو په توګه بیولي دی.
د لوګر خلکو اوسمهال په سیمه کې لاریون کړی،د کابل-ګردیز لویه لاره یې د ترافیکو پر مخ تړلې او د خپلو شهیدانو قاتلینو ته د مجازات غوښتنه کوي.

طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی او غندلې یې ده، خو د ګډحکومت چارواکونو بیا د تیر په څیر په دې هکله د څه ویلو جسارت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close