لوګر:  شپنو عملياتو کې له لسو زيات ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸) د لوګر ولايت د مرکز مربوط بابوس سيمه کې تېره شپه ګډو ځواکونو عمليات او بمبارۍ کړي چې پر مهال يې ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د بابوس سيمې اوسېدونکي وايي، د شپې له دوولس بجو وروسته د بابوس سيمې ته امریکايي او افغان ځواکونه ورغلي چې د عامو خلکو د کورونو پلټلو پر مهال يې د ډيری کورونو دروازې ماتې کړي، له هغوی يې ځينې قيمتي توکي او پيسې هم وړي دي.

دوی وايي، د چاپو عسکرو له عامو خلکو سره ډير بد چلند کړی، خلک يې وهلي او زورولي دي زياتوي چې وروسته يې په کورونو بمبارۍ وکړۍ چې په ترڅ کې څلور کورونه په مکمله توګه ويجاړ شول او ولسي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د سيمې يو تن اوسېدونکی محمد ناصر وايي: “په بمبارۍ او د عسکرو په ډزو له لسو زيات ملکي وګړي ووژل شول، نږدې پنځلس تنه نور ټپيان دي او په ډير بد حالت کې دي.”

نوموړی وايي، په سيمه کې هيڅ کوم طالب او يا حکومت ضد وسله والو شتون نه درلود خو بيا هم حکومتي ځواکونو پر ملکي خلکو قيامت تير کړ.

دا په لوګر کې په تېره يوه اوونۍ کې درېيم ځل شپني عمليات دي چې د ګډو ځواکونو له خوا ترسره کېږي او مرګ ژوبله پکې ملکي خلکو ته اوړي.

شاوخوا څلور ورځې مخکې د محمداغې ولسوالۍ په زرغونښار سيمه کې ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال بمبارۍ وکړې چې په ترڅ کې يې د خلکو کورونه ويجاړ شول او ملکيانو ته يې مالي زيان واړوه، له هغې دوه ورځې مخکې يې د مرکز اړوند د الوزيو سيمه کې عملیات کړي و چې پر مهال يې شل تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close