لوګر: طالبان وايي د بهرنيو ځواکونو چورلکه يې نسکوره کړې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳۰)

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د طالبانو د وسله وال بريد په ترڅ د بهرنيو ځواکونو چورلکه نسکوره شوې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه چورلکه د یادې ولسوالۍ مربوط په نعمتي کلي کې نسکوره شوې چې د امريکايي ځواکونو اړوند وه.

د مجاهد په وینا، امريکايي ځواکونه سيمې ته د چاپې لپاره ورغلي و چې چورلکه يې د طالبانو تر بريد لاندې راغله زياتوي د چورلکې نسکورېدو په ترڅ کې لسګونه بهرني او کورني عسکر وژل شوي او ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، سيمه د بهرنيو ځواکونو له لوري کلابنده ده او په هوا کې دفاعي چورلکې ګزمې کوي او د پېښې ځای ته ايمبولانس چورلکې تګ راتګ کوي.

د لوګر امنيتي سرچينو د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي، چې په سيمه کې د چورلکه لوېدلې خو په اړه يې له نورو معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

تر اوسه په هېواد کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو تر دې مخکې هم د بهرنيو او افغان ځواکونو چورلکې په نښه کړي چې د دولتي چارواکو له لوري د يو شمير چورلکو نسکوريدل تخنيکي ستونزې بلل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close