لوګر: نفوذي طالب د والي د ساتونکو له وژلو وروسته ګڼ مهمات له ځان سره وړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۶)

د لوګر ځایي چارواکي وایی، چې د طالبانو یوه نفوذي کس تیره ورځ ناوخته د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د هونۍ سفلىٰ سيمه کې د لوګر د والي دوه ساتونکي وژلي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکی وایي، دا برید د طالبانو یوه نفوذي کس کړی چې د والي په ساتونکو کې ځای پرځای شوی و، او د خپلو ملګرو تر وژل کیدو وروسته یې ټانګ او نور مهمات د طالبانو سیمې ته رسولي دي.

طالبانو هم د پیښې پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې نفوذي ملګري یې څلور عسکر وژلي او د یوه ټانګ په ګډون یې ۵ میله وسلې ور وړې دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په لویو دولتي اداراتو او د پوځ او پولیسو په لیکو کې په پراخه کچه خپل ملګري ځای پر ځای کړي چې وخت ناوخت یې په مټ مرګوني بریدونه ترسره کوي، وروستۍ پیښې په کندهار او هرات کې وې چې نفوذي طالبانو لوړپوړو افغان او امریکایي چارواکو ته تلفات واړول.
باید وویل شي چې امریکایانو  له همدې ویرې له خپلو افغان ملګرو سره ملاقاتونه ځنډولي او هغوی مجبور دي څو د ایمیل له لارې خپلې ستونزې له امریکایي چارواکو سره شریکې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close