لوګر: پر امریکایي ځواکونو قوي موټر بم برید شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۲)

راپورونه وایي چې نن مازدیګر مهال ۶ نیمې بجې د لوګر ولايت د مرکز اړوند  د خدر کمپاين پر سړک د امريکايي ځواکونو پر کاروان موټر بم برید شوی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پړه منلې او زیاتوي چې په برید کې څو ټانګونه ویجاړ شوي او  ګڼو امریکایي پوځیانو  ته مرګ ژوبله اوښتې.

مجاهد کابل ټکي کام ته  ویلي،  چې په دې هکله به نور جزیات وروسته رسنیز کړي.

ځایي سرچینې وایي، سیمه د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا کلابند شوې او له پوځي موټرو لمبې پورته کیږي

د لوګر ځایی چارواکو او د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه په دې  تړاو څه ندي ویلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close