لوګر چارواکي: د طالبانو د بریدونو له امله مو ګڼ شمیر پوستې پریښـې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۷)

د لوګر ولایت چارواکي وایي چې په یو شمیر ولسوالیو کې یې ګڼ شمیر پوســـتې د طالبانو د سختو بریدونو له امله پریښې دي.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي رسنیو ته ویلي، له ځينو سيمو څخه امنيتي پوستې د ممکنه جګړې له ویرې ایستل شوې چې د ده په وینا دغه پریکړه د ولایت مقام له خوا په امنیتي غونډه کې شوې.
چارواکي وایي؛ پریښودل شوې پوستې د لوګر په مرکز او دوو ولسواليو (برکي برک او محمد آغه) کې دي، چې ستراتیژیک موقعیت یې درلوده او اووه کاله وړاندې جوړې شوې وې.
د لوګر چارواکي وایي، پوستې یې له دې امله لرې کړې تر څو د جګړو پر مهال عامو خلکو ته د تلفاتو اوښتلو مخنیوی وشي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې یادې پوستې تر سختې محاصرې لاندې وې او په میاشتـو، میاشتو ورته اکمالات نه کیدل چې له امله یې حکومت مجبور شو او پوستې یې ټولې د طالبانو لاس ته ولویدې.

د یادونې وړ ده چې د امریکایي ولسمشر ټرمپ د نوې پریکړې له مخې افغان ځواکونه مکلف دي تر څو له لرو پرتو سیمو خپل حضور ورټول کړي او د ښارونو امنیتي کمربند پیاوړی کړي، څو لوی ښارونه د طالبانو لاس ته ونه لویږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close