لوګر کې الوتکو پر ملکي وګړو ”درې ځله“ بمبار کړی

کابل.کام – د وږي ۱۶مه، ۱۳۹۷:

تېره ورځ (د وږدي ۱۵مه / د اګست ۶مه) ناوخته، د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند الوزیو سیمه کې پر ملکي وګړو بمبار شوی، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې تر دې دمه نه ده په ډاګه شوې.

که څه هم سیمه ییز چارواکي د هوايي برید هدف ”د طالبانو یوه مهمه غونډه“ بولي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې درې واړه بریدونو پر ملکي وګړو شوي دي.

د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي اریانا نیوز ته ویلي چې تر لومړي برید وروسته د پیښې ځای ته د نورو ‘طالبانو’ تر ورتللو وروسته دوه نور هوايي بریدونه وشول، چې د مرګ ژوبلې شمېره یې نوره هم لوړه کړې ده.

د بمبار شوې سیمې یوه اوسېدونکي کابل.کام ته د فېسبوک میسنجر له لارې وویل، ”کله چې تر اول هوايي برید وروسته نور کلیوال له خاورو د شهیدانو او زخمیانو د راایستلو لپاره بمبار شوي ځای ته ورغلل، نو دوهم ځل بیا بمبار وشو او ورغليو زیاتره خلکو ته مرګ ژوبله واوښته. په درېیم ځل چې نور کلیوال ورغلل پر هغوی هم  بمبار وشو.“

په سیمه کې د طالبانو یوې سرچینې کابل.کام ته ویلي، تر برید یوه ورځ مخکې طالبان په دې سیمه کې راټول شوي وو، خو د بمبار پر مهال طالبان په په نښه شوي ځای کې نه وو.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې دوې ورځې وړاندې، د وږي په ۱۴مه، هم د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو ۱۱ ملکي وګړي شهیدان کړل.

د بادپښ ولسوالۍ یو قومي مشر، ملک محبوب شاه امریکا غږ ته ویلي و، ”اول طیارې راغلې، په کلي کې کشته شوې، خلک ترې راکوز شول. د کلي له کورونو یې عام خلک راوویستل او بیا یې ووژل“.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close