لویه څارنوالۍ: سلګونه افغان بنديان به له ايران او تاجکستان څخه راولېږدول شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۸) د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې سلګونه هغه افغان زندانيان چې په ايران او تاجکستان کې نيول شوي ډير ژر به هېواد ته راولېږدول شي.

د لويې څارنوالۍ د ازادیو د سلب شویو ځایونو د څار د برخې رئیس عزیز احمد سرباز وايي:  “دا مهال په ايران کې څلور زره زندانيان لرو، چې له ډلې يې د زر زندانيانو اسناد تنظيم شوي، شپږ سوه درويشت تنه يې هېواد ته ستانه شوي، دغه راز په تاجکستان کې يوسل څلور اويا زندانيان تيار شوي چې افغانستان ته راولېږدول شي”.

د افغانستان او ايران تر منځ په ۱۳۷۸ کال کې د زندانيانو د تبادلې هوکړه لاسليک شوې چې د يادې هوکړې پر اساس تر دې دمه سلګونه زندانيان افغانستان ته لېږدول شوي، او له تاجکستان سره  په ۱۳۷۹ کال د بنديانو د تبادلې هوکړه شوې چې تر اوسه پنځه سوه اتيا بنديان افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

د وروستيو راپورنو له مخې، په ايران کې لسګونه افغان زندانيان اعدام شوي او ډيری نورو باندې د بېلابېلو جرمونو پر اساس د اعدام حکم شوی دی.

خو د لويې څارنوالۍ د ازادیو د سلب شویو ځایونو د څار د برخې رئیس عزیز احمد سرباز وايي، زمونږ ديپلوماتان د بنديانو لپاره ډير چټک اقدام کوي، هروخت چې د بنديانو اسناد مونږ ته رسېږي مونږ سمدستي په کار پيل کوو، زياتوي چې هر هېوادوال چې په کوم هېواد کې زنداني وي په هغه هېواد کې دې د خپل سفارت سره د خپلوانو له لارې رابطه وکړي او يا دې په افغانستان کې لويې څارنوالۍ ته عريضه وسپاري ترڅو يې مشکل حل شي.

د ايران، تاجکستان او روسيې سربيره سلګونه افغانان په پاکستان او عربي هېوادونو کې هم بنديان دي خو مسئولينو يې تر اوسه په اړه اقدام نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close