لوی ملي ایتلاف په ټاکنو کې د کمیسیون او حکومت لاسوهنه رسوا کړه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۰)

له سیاسي ګوندونو څخه جوړ لوی ملي ایتلاف نن په یوه غونډه کې زرګونه هغه تذکرې او سټیکرونه خلکو ته وښوودل چې حکومت او د انتخاباتو کمیسیون په ګډه ترتیب کړي و.
دوی چې د ټاکنو بایومتریک کیدل غواړي، زرګونه جعلي تذکرې او سټیکر پاڼې یې ، چې له ولایتونو مرکز کابل ته راوړل شوې وې، د ثبوت په توګه نندارې ته وړاندې کړې.

لوی ملي ایتلاف د حکووت په ننګه جوړې شوې زرګونه جعلی تذکرې نندارې ته وړاندې کړې

 

یاد ایتلاف نن یو پروګرام پیل کړی و، چې وښیي په راتلونکو ټاکنو کې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ګډه یو مرموز پلان جوړ کړی .
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وویل، زیاتره تذکرې چې په کې سټیکرونه لګول شوی و، د یو شخص په نامه دوه دوه وې، چې ډیری یې د نفوسو د احوالو د ثبت په مدیریت کې هم تثبیت شوې.

یاد ایتلاف وایي چې تر یو میلیون ډیرو جعلي تذکرو باندې اصلي سټیکرونه لګول شوي، څو په راتلونکي کې د مشخص نوماند لپاره ترې کار واخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close