لوی څارنوال: له زندانیانو سره دې انساني چلند وشي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۳)

د ملي یووالي د حکومت لوی څارنوال محمد فرید حمیدي نن چهارشنبه په کابل کې د «زندانونو کې د حاکمیت او عدالیت تامینول“ تر عنوان لاندې یوه کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، د افغانستان په زندانونو کې به بندیانو ته توجه زیاته کړي.

هغه وویل، په قانون کې په واضحو ټکو شکنجه منع ګرځول شوې او د زندانونو چارواکي باید دې ټکي ته پاملرنه وکړي.
حمیدي زیاته کړه، له زیاتو بندخونو جوړولو دې ډډه وشي او توقیف باید د وروستۍ جزا په توګه په متقابل عزت او انساني کرامت ته په پام سره له افرادو سره چلند وشي.
هغه وویل، هر زنداني باید یوه ځانګړې دوسیه ولري ترڅو هر تغیر چې د نوموړي په تړاو مخته راځي، باید په یاده دوسیه کې درج شي.
لوی څارنوال دغه راز وویل، چې د میلادالنبي په اړه د ولسمشر غني د ځانګړي پیغام په ترڅ کې به د زیاتره ناروغ او صعب العلاجه زندانیانو ستونزې حل کړي.
هغه ویلي چې د افراطیت پر ضد باید زندانیانو ته زدکړې پیل شي او زندانونو ته دې ځانګړې  پاملرنه وشي.
په عین حال کې د کورنیو چارو وزیر اویس احمد برمک ویلي چې د هیواد په زندانونو کې تر ۳۶ زره زیات افغانان په زندانونو کې د بندیانو په توګه شپې سبا کوي چې تر ۱۲۰۰ ډیرې یې میرمنې دي.

نوموړي وویل ټولټال دوه ویشت زندانونه ودانۍ لري او د نورو د رغولو چارې به پیل کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close