ليدل مو مزارونو، جنازو باندى ګلونه

خاموش

ليدل مو مزارونو، جنازو باندى ګلونه
کندز کې جنازې مو د ګلونو وليدى

د څلورولسيزو راهيسې چې د تورمخوکمونستانود غواېې د ٧مې کودتا له کومې ورځې شوې په افغانستان کې له هره کوره د جنازو په پورته کولو د ويرساندې اوريدل کيږي ، په هېواد کې به داسې کورنه وي چې شهيد ېې نه وي ورکړاى، کورېې نه وې ړنګ شوې او يا ېې د کمونستو غلامانو په وسيله له کورونيو غړي د نيولو او زنداني کولو وروسته په ډله ييزه توګه او ياپه زندانونوکې شهيدان شوي نه وي .
افغان ولس د روسانو او دناتو په ملګرتيا د وحشي پوځونو تاړاکونه وليدل په کابل مرکز او هرولايت کې ېې داسې د نه زغملو فاجعې وليدې چې تاريخ به ېې هيرې نه کړي خو په کندز کې د تيرې ورځې فاجعه چې د غلام حکومت هوايي پوځونو ترسره کړه اود ارچي ولسوالۍ له مدرسې ېې د ګلونو ماشومانو جنازې له مدرسې ووستې دا ستره غميزه د افغان تاريخ نه هيريدونکې غميزه شوه .
په جګړه کې هرڅه وي هغه څوک چې جګړې ته روانيږي هغه مرګ او ژوبله دواړه پرځان مني، له کوره د روانيدو دمخه له سره سپين کفن تړي خو په دينې مدرسه کې دګلونو په څير ماشومان په بمبار شهيدانول هغه څه دي چې نه ېې اسلاميت مني او نه نه انسانيت.
د کندز آرچي ولسوالى د د يني مدرسې د ګلونو ماشومانو شهادت له حسن او حسين (رض) شهادت راتازه کړ، ديوه بل يزيد ظلم او وحشت ېې تازه کړ، دکابل د موجوده غلام نظام د وحشت يوبل ثبوت ېې وړاندې کړ، له موږه د ننګرهارهسکې مېنې په ولسوالۍ کې د واده پر وراباڼونجونو بمبارکې د نکريزو سره په وينو ګډ سره لاسونو انځورونه لاهير نه دي چې دکابل د ارګ يزيدانو په کندزکې يوه بله کربلا جوړه کړه اود دګلونو ماشومانو پرسرونو سپينې پګړې او ورسره په لاسونو کې سندونه ېې دهغوې په وينو سره کړل.
داټولې نړۍ ته ثابته شوه چې دارګ يزيد حکومت په کندز کې دګلونو په څير پرماشومانو دومره ظلم وکړ چې د کربلاپرمهاز دهغه وخت يزيد هم نه وکړې.
په کندز کې دګلونو په څير دتنکيو ماشومانو په شهادت يواځې افغانانو نه بلکې په ټولو انسان دوستو هېوادونو کې پر افغان حکومت لعنت وويل شو.
ليدل مو مزارونو، جنازو باندى ګلونه
کندز کې جنازې مو د ګلونو وليدى

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close