ليدونکى او اوريدونکى موټر!

لاروى

په نړيواله کچه دساينس په پرمختګ کې هلې ځلې روانې دي څوک لمريزه انرژي جوړي اوکاروي ، څوک له ساده وسايلو پرمختللي آلې جوړوي ، څوک له مځکې ګاز اوتيل راباسي په بيل بيل شکل ترکاراخلي،څوک له هوا څخه د ژوند د اسانتياو لپاره وسايل په کار اچوي د دې ټولو هلوځلو پايله داده چې ديوهيوادساينسدانان په ساينسي ډګر کې برلاسى ترلاسه کړي.

د يوشمير هيوادونو ساينسدانان په بې پلوټه الوتکه تجربې کوي او په نوې نوې شکل سره ېې جوړوي خو ځني هيوادونه بيا په موټرو تجربې کوي اوس د ساينسي سياليو په نتيجه کې يو داسې موټر جوړشوي چې ليدل او اوريدل دواړه کوي لکه څرنګه چې يوانسان ليدل او اوريدل کولاى شي همداډول دا موټر هم دواړه د انسان د د ماغ اوسترګوپه څير په خپل وخت سره هرڅه کولاى شي.

د امريکاپه شمول يوشمير کمپنۍ غواړي دساينس نقشه بدله کړي او داسي ابتکار وکړي چې د انسان سوچ هم نه کيږي، د انسان د ذهن په څير دموټر ليدل او اوريدل ځنوخلکوته په ډيرو وختونو کې دا ډول خبر تبليغ معلوميږي خو چې کله ېې انسا په خپلو سترګو وګوري بيا زيرشي چې نړۍ په کوم لورې (پرمختګ) او موږ په کوم لوري(وروسته پاتې) حالت کې يو.

پرمختللي هيوادونه په خپل قانون کې دا ډول موټرو ته د جواز لاره برابره وي څو په ورځنيو پيښوکې کموالى راولي دا موټر چې کله دخطر احساس وکړي ژربريک نيسي او کله چې لاره کې دخطراحساس نه وي ښه ګړندى مزل کوي خو د پيښوپه مخ نيوي کې ېې ترانسان دماغ زيات کارکوي .

ليدونکى او اوريدنکى موټر  چې کله هم د سرک بل لوري ته اوړي يا د بل لوري د موټر لاره وي دواړو خواو ته ګوري بيا حرکت کوي لويه خبره داده چې له خطره دمخه لس متره ځان کنتروله وي او دې موټرکې سپروته هم کوم تاوان نه رسيږي

ترټولو هيوادونو لومړى فرانسه غواړي په پاريس کې داډول موټر په کار واچوي ا ود ترافيکي پيښومخه ونيسي.

دفرانسې ساينسدانانو دې پرګرام ته چې نورليدونکي او اوريدنکې بريښنايي وسايل به هم مارکيټ ته وړاندې کړي (ريسوننسکلګ ) نوم ورکړيدى ددې موټر بتري هغه وخت چارج اخلي چې لمرته ودريږي خو داړتياپر مهال په لاره هم دهوا او لمرڅخه کارکوي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close