لښکرګاه کې لا هم درنه جګړه روانه ده

کابل ټکی کام حمزه عابد

له هلمند ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې د هلمند ولایت لښکرګاه ښار سره خواکې بولان سپین ماموریت باندې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

همکار زیاتوي چې دم ګړۍ پر دولتي ځواکونو د طالبانو د محاصرې کړۍ تنګه شوې ده او يو شمېر شوبلې یې هم له منځه وړي دي.

په سیمه کې یو دولتي چارواکي چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه کړې زمونږ همکار ته ویلي دي چې که ژر تر ژره له کندهاره مرسته ونه رسیږي، ممکن یوه بله شرمیدونکې پېښه رامنځ ته شي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close