لیبیا: د تیرو څو ورځو په ترڅ کې سلګونه تنه مړه او ژوبل شول

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۱)

لیبیایي چارواکي وایي چې د دې هیواد په پلازمینه طرابلس کې نښتو زور اخیستی او لسګونه تنه په کې وژل شوي دي .

له تیرې سې شنبې څخه را په دې خوا د دغه هیواد د ملي وفاقي دولت ځواکونو، مخالفې جبهې او اووم لښکر ترمنځ چې زیاتره د پخواني ولسمشر معمر القذافي پلویان دي، له څو ورځني اوربند وروسته یوځل بیا جګړې پیل شوې.

د لیبیا چارواکي وایی، په دې نښتو کې ۱۰۶ تنه وژل شوي، ۳۶۵ تنه ټپیان او ۱۸ نور ورک دي .
لیبیا اوسمهال یو متمرکز او پایداره دولت نه لري او دوه جلا حاکمیتونه په کې دی چې یو یې د ملي روغې جوړې په نامه دولت دی چې ملګري ملتونه یې په رسمیت پیژني او بل هم موقت دولت دی چې د طبرق د پارلمان له خوا د د البیضا په ښار کې د خلیفه حفتر له خوا پر مخ وړل کیږي، شتون لري

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close