لېونۍ اوبه

حامد افغان

کیسه کا په یوه ښار کې یوه لویه ویاله بهیدله، یوه ورځ د لیونتوب د ناروغي جراثیم ور ولویدل، نو هر چا به چې د دې ویالې اوبه ځښلې لیونی به شو، دالیونیان به سره یوځای کیدل او په خپلو کې به یې مجلسونه وو او عجیبه دا وه چې د دوی په ژبه د عقل خاوندان نه پوهیدل،

د سیمي پاچا له عجیبه ستونزې سره مخامخ شو، له لیونتوب سره یې جګړه شوه ! خو لیونتوب دومره پیاوړی و چې یوه ورځ سهار پآچا راپاڅیدی ملکه هم له خندا ورته شنه هغې هم لیونۍ اوبه حښلې وې او لیونۍ شوې وه، ملکه به له خپلو لیونیانو سره یوځای کیدله او هغوی ته به یې دخپل میړه(پاچا) دلیونتوب شکایت کاوه!

پاچا پر وزیر غږ کړ چې لیونتوب زما ترکاله راورسید! پیره داران او ساتونکي چرته و؟! وزیر ورته وویل: پاچا سلامت هغوی ټولو دویالې اوبه څښلې دي او ټول لیونیان شوي دي.

پاچا: هله سمدستي ډاکټران راوغواړه !

وزیر: پاچا صاحب ډاکټران خو یو هم روغ نه دي پاتي ټول لیونيان شوي دي.

پاچا: دا څه اورم؟! ایا په ښار کې روغ څوک پاتې دي؟

وزیر: متاسفانه پاچا صاحب په دې ښار کې یو زه او ته لا روغ پاته یو نور ټول ولس لیونی شوی ده .

پاچا: یا خدایه ! دلیونیانو په هیواد واک چلوم !!

وزیر: پاچا صاحب بښنه غواړم هغوی وایې دوی پوهه دي او فکر کوي په دې هیواد کې زه او ته لیوني یو دوی ټول دعقل خاوندان دي.

پآچا: دا څه وایې؟! دوی لیونۍ اوبه څښلې دي او دوی لیونیان دي.

وزیر: پاچا صاحب حقیقت دادی چې دوی فکر کوي دوی د ویالې اوبه د دې له پاره څښلې دي چې له لیونتوب نه وژغورل شي، نو ما او تا چې هغه اوبه نه دي څښلې د دوی په آند ګواکي یواځي زه اوته لیوني یو. زه او ته خو اوس د شګو دوه کوچنۍ دانې یو اکثریت د دوی دي، حق او عدالت د دوی په لاسونو کې ده، او د عقل او لیونتوب پریکړه هم د دوی په لاس کې ده.

پاچا: ښاغلی وزیر ! مهرباني وکړه له هغو لیونیو اوبو نه یو ګیلاس راباندي وڅښه، د لیونیو په نړۍ کې عاقل اوسیدل رښتیاهم لیونتوب ده !!.

پایله:

کله چې ته کره دلایلو داسي هدف ته رسولی یې چې هغه دنورو له اهدافو لوړ وي، او په چاپیریال کې له هغه هدف سره خلک نابلده وي،

ایا ته به د چاپیریال پیروي کوې او دلیونیو اوبو ګیلاس به په غاړه اړوې؟

که تاته څوک ووایې: عجیبه خبرې کوې!! فلان او فلان او… ټول په ناحقه دي او ته په حقه یې؟! د دې خبرې موخه داده چې دلیونیو د اوبو ګیلاس پورته کوه.

که ته خپل ملګري، دوستان او خپلوان ووینې چې هغوی د اسلام له لارښوونو خلاف روان دي، او ته کوښښ کوي پر دین ثابت پاته شي دا وخت هغوی درته وایې ته اوس دومره بزرګ شوې؟! او … د دې مطلب داده چې دلیونیو اوبو ګیلاس وڅښه.

داراز که د باطل په لاره کې د باطل دپیرویانو ډیرښت ووینې، یا ډیرو خلکو باطل حق ګرځولی وي او ته هم ووایې چې دا دومره خلک به په حقه یې، بیا هم ستا دا کړنه دلیونیو اوبو ګیلاس څښل دي.

که ته دکار ډګر ته له بیداري او نشاط سره داخل شې او دکار ملګرې دي په کار کې هیڅ دلچسپې نه لري، لټې او سستي کوي، اوس که ته د دوی لتې او له کار سره نه مینې ته ګورې او وایې چې دوی ته یې خدای ورکوي ماته به یې هم راکړي او ته هم لټې او بیکاري غوره کړې د دې مطلب داشو چې ته هم دلیونیو اوبو جام په غاړه اړوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close