ماته بيړۍ او بې پايه سمندر.!

لیکوال:م.جمیل باور

د امریکا مشهورې ورځپاڼې (نیوزویک)په خپله تازه ګڼه کې له افغانستانه د اشغالګرو
امریکایي عسکرو د وتلو د مهال ویش په اړه یو مطلب خپور کړی، نیوزویک مجله کاږیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ غواړي چې د راروان نومبرپه میاشت کې دکانګریس له منځنیو ټاکنو وروسته له افغانستانه دخپلو عسکرو دوتلو مهال ویش اعلان کړي چې په ۲۰۲۰م کال کې به دعسکرو وتل پیل شي.

ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال هم له افغانستانه د خپلو عسکرو په را ایستلو ټنګارکاوه او ویل به يې که بریالي شي، له افغانستان څخه به په بیړه عسکر راوباسي؛ ځکه هلته یې عسکرپه یوناکام ماموریت کې بندپاتي دي او دا یوه نه ګټونکې جګړه ده.

د نیوزیک په قول ټرمپ لاهم د مهالویش د ټاکلو په اړه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د نوي قومندان ارزونو ته په تمه ده.
دا خبرې داسې مهال مخې ته راځي، د راتلونکي اکتوبر مياشت کې افغانستان کې د امريکا له لوري د پيل شوې جګړې اوولس کاله پوره کيږي.

دې جګړې په نړۍ واله سطحه د امريکا سياسي او اقتصادي ځواک او حيثيت ته دروند زيان اړوولی دی، اوس امريکا اوولس کاله پخوا امريکا نه ده پاتې، هغه مهال به يې د کړې پرېکړې په خلاف چا د نېوکې حق نه درلود، په وړاندې درېدل او مقاومت خو متصور کيدای هم نشو.

غربي رسنۍ او سياسي مبصرين په دې باور دي چې د امریکاپه دننه کې ورځ تربلې عامه افکار د جګړي په ضدکیږي او عام امریکایي اولس او د حکومت په مینځ کې ځینې مهم چارواکي د یادې نه ختمېدونکې او بې ګټې جګړي د ژر تر ژره د ریدو اودامریکایي عسکرو د راوتلو غوښتونکي دي.

زما په باور که امريکايي چارواکي هر څومره ژر چې ممکن وي دا جګړه پای ته ورسوي، دا به د دوی په ګټه وي، له نورو سیاسي او اقتصادي زيانونه څخه به وژغورل شي.
دا ځکه چې افغان اولس په حريت او خپلواکۍ مين اولس دی، د تاريخ په اوږدو کې يې هيڅ راز ښکېلاک نه دی زغملی، چې نژدې مثال د پخواني شوروي اتحاد له منځه وړل و.

افغانستان د جغرافيوي موقعيت او طبعي وضعیت له مخې هم داسې هيواد دی، چې جګړه کول پکې د ځان وژنې په معنا دي، چې دا دی اوس امريکايي مغرور او په خپلو وسائلو متکي چارواکي هم یاده جګړه نه ختمېدونکې او بې ګټې تعبيروي.

دا خبرې د جګړې بايللو په معنا دي، کله چې دښمن له جګړې د ستړيا اهونه شروع کړي، ګواکې نور يې همت او ځواک له لاسه ورکړی، افغان ولس ته زيری دی، چې له اولس کاله سخت او له ميړانې ډک مقاومت وروسته دا دی مغرور دښمن نور د ماتې په درشل پښه ايښې او يو ځل بيا افغانستان د تاريخ پاڼو کې د فاتح په حيث خپل نوم ثبتوي.

ان شاءالله!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close