مارجې ولسوالۍ پولیس: «یا به تسلمیږو او یا به ولسوالۍ سقوط کوي»

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی

په هلمند ولایت کې د مارجې اوسنګین ولسوالۍ له دوه ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو لخوا تر سختو بریدونو لاندې دي چې د سقوط له ګواښ سره مخ شوي.

 له مارجې ولسوالۍ پولیس عسکر محمد هاشم شمشماد ته ویلي، چې په جګړو کې د مارجې سرپرست امنیه قومندان سخت ټپي شوی، ۶ ټانګونه یې تخریب شوي او ټولې دفاعي پوستې او امنیه قومندانۍ تر محاصرې لاندې دي، د عسکر په وینا که مرسته ونه شي یا به تسلیمیږو او یا به ولسوالۍ سقوط وکړي.

د محمد هاشم په وینا،«پرون سهار جنګ پیل شوی دی، سرپرست امنیه قومندان سخت ټپي شوی، ۶ ټانګونه یې تخریب شوي او ټولې دفاعي پوستې او امنیه قومندانۍ تر محاصرې لاندې دي، که توجه ونه شوه جدي دا درته وایمه چې یا به له تسلیمۍ سره مخامخ کیږو او یا به ولسوالۍ سقوط وکړي، بله خبره نشته.»

د هلمند ولایتي چارواکو هم انديښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، که له محصره ځواکونو سره مرسته ونه شي د سنګین ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د ولایتي شورا یو غړی وايي، « زه سل په سلو کې  اطمنان درکوم چې دا ولسوالۍ به له سقوط سره مخامخ کیږي، عسکرو ته ډوډۍ هم نه وه او یوه میاشت یې واښه وخوړل .»

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په یادو ولسوالیو د طالبانو سخت بریدونه تائیدوي، خو وايي مرجې او سنګین ولسوالیو ته به اکمالات او تازه دم عسکر په یوه ورځ او یا یو څو ساعتونو کې ورسول شي.

 بلخوا طالبانو هم د یادو جګړو خبر ورکړی او په یوه تازه خبر کې یې ویلي، چې وړمه شپه یې په سنګین ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې تر اوسه دوام لري.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې په سنګین ولسوالۍ بردونه دوام لري او ۲۳ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي ویلي،« په دې جګړه کې  ۳ تنه مجاهدین  زخمیان او ۲تنه دشهادت لوړمقام ته رسیدلي.»

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close