مارجې کې سخته نښته روانه ده ۸ شوبلې تخریب ۲۱ افغان ځواکونه وژل شوي

(کابل ټکی کام : چار شنبه، مرغومی ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل):

هلمند ولایت ماجې ولسوالۍ نه وروستي راپورونه وايي، چې نن ماسپښين هم د یادې ولسوالۍ مرکز او د کیمپ ترمنځ په هغو سرتيرو او پولیسو د طالبانو له لوري بریدونه پیل شول کوم چې تېره ورځ د امريکايي چورلکو په توسط دغلته ښکته شوي وه .

د سیمې خلک وايي چې نښته په زور سره روانه ده او د افغان ملي ځواکونو ۸ شوبلې د طالبانو ثقیله وسلو د بريد له امله تخریب شوي او ۲۱ تنه عسکروته په کې مرګ ژوبله اوښتې، د وژل شوو عسکرو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتي دي .

دغه راز ځايي خلکو د درې تنو طالب جنګیاليو  د ټپي کېدلو خبر هم ورکړی .

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د امريکايي چټک غبرګون خاصې قطعې ځواکونو د کلابند شوو عسکرو د خلاصون لپاره مارجې ولسوالي ته ورغلي وه چې محاصره ماته کړي، د طالبانو په ځوابي بریدونو کې  یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان وه .

په مارجې کې  د طالبانو پر ضد پوځي عملیات روان دي امریکايي او افغاني ګډ ځواکونو په دغو عملیاتو کې برخه لري .

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن سهار رسنیو ته ويلي وه، چې تېره ورځ یوه چورلکه ددوي د رسا برید په نتیجه کې لوېدلې او ټول سپاره امريکايي عسکروژل شوي دي .

له سیمې نه یوه ځايي اوسیدوني رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې دغه څرخکه طالبانو وویشتله او راويې غورځېوله ۱۷ تنه عسکر په کې ووژل شول.

دجګړې په اړه نورجزئیات به وروسته په لیکه شي

سلیم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close