مایک پمپیو: افغانستان کې د افغانانو له خاورې د دفاع په موخه میشت یو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۸)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی او څو شیبې وړاندې یې په یوه خبري کنفرانس کې له ولسمشر غني سره یوځای وینا وکړه.

پمپیو وویل؛ امریکا اوس هم د افغان حکومت ترڅنګ د یو تلپاتي شریک په توګه ولاړه ده.
“د امریکا ستراتیژي طالبانو ته دا پیغام لري، چې نشي کولی له پوځي لارې ګټونکي شي “
نوموړي زیاته کړه ؛ د دې لپاره افغانستان ته راغلی، څو دلته د روان وضعیت ارزونه وکړي او تر څنګ یې هغه پرمختګونه وڅیړي چې امریکا په افغانستان کې په مختلفو برخو کې کړي.
ترڅنګ یې وویل چې غواړي د جنوبي آسیا لپاره د ټرمپ د ستراتیژي نتیجه هم وګوري.
په داسې حال کې چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د امریکایانو په مشرۍ د ګډو ځواکونو عملیاتو کې لسګونه ولسي وګړي ووژل شول، پمپیو وویل؛ “موږ په افغانستان کې د دې لپاره یو ، څو دلته د افغانانو له ناموسونو او د دوی له خاورې دفاع وکړو.“
نوموړی ونه ویل؛ چې د افغانانو دفاع له چا څخه کوي، خو ټینګار یې وکړ چې ځواکونه به یې په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره میشت وي.

هغه د سولې په تړاو یوځل بیا پخوانۍ خبره تکرار کړه او ویې ویل “ امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې د یوه نړیوال ناظر په توګه ګډون کوي، او ځان د جګړې اصلي لوری نه بولي.“

‏پمپیو دغه راز ویلي، نن موږ د رڼو ټاکنو د بریاوو لیدونکي یو او . مونږ له افغان ځواکونو څخه د خلکو له خوښې سره سمې د ډاډمنو او رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د آسانتیاوو له برابرولو مننه او ملاتړ کوو
ولسمشر غني د جنوبي آسیا او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د ټرمپ له ستراتیژۍ مننه وکړه او د مایک پمپیو سفر او د امریکایي حکومت همکاري یې وستایله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close