”ما نه ده لیکلې“: لوړپوړي امریکايي چارواکي د انتقادي لیکنې له لیکلو انکار کوي

کابل.کام – د وږي ۱۶مه، ۱۳۹۷:

د پنجشنبې په ورځ، د امریکايي حکومت لوړپوړو چارواکو د هغې لیکنې له لیکلو انکار کړی چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د لیکوال له نوم ښوونې پرته خپره شوې او پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې پکې شوې دي.

د دې لیکنې لیکوال د خپل نوم له ښوولو پرته، چې ځان د ټرمپ د ادارې یو لوړپوړی چارواکی بولي، د امریکا ولسمشر ”لنډ فکره“ او ”بې اغیزې“ بللی دی. لیکوال خپل ځان د امریکا په اوسني حکومت کې د ”مقاومت ډلې“ غړی بللی، چې د هېواد د ګټو ساتنې لپاره د ټرمپ پر ضد ولاړه ده.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د دې لیکنې خپرېدا ته په غبرګون کې هغه ”بزدلانه“ او ”خیانت“ وباله.

تر دې دمه د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس او د ولسمشر د مرستیال مایک پنس په ګډون یوولس لوړپوړو امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې د دې لیکنې لیکوالان دوی نه دي.

ځینې امریکايۍ رسنۍ د دې لیکنې یو احتمالي لیکوال د ولسمشر مرستیال مایک پنس بولي. دوی وايي چې په لیکنه کې کارول شوي ادبیات د مایک پنس له ادبیاتو سره ورته والی لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو،  د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس ، د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د خزانې وزیر اسټیون منوچین، د کورنیو چارو وزیر راین زینکي، عدلیه وزیر جیف سشنز او نورو وزیرانو ویلي چې دوی دا لیکنه نه ده لیکلې.

د ولسمشر ټرمپ مېرمنې، میلانیا ټرمپ، هم د خپل خاوند په اړه د دې خپرې شوې لیکنې بې نومه لیکوال غندلی دی.

د نیویارک ټایمز دا لیکنه د امریکا د مشهور خبریال باب ووډوارډ د کتاب د ځینو برخو تر خپرېدو یوازې یوه ورځ  وروسته نشر شوې ده. د باب ووډوارډ په کتاب کې د ځینو امریکايي چارواکو له خولې پر ډونلډ ټرمپ لګول شوي تورونه مطرح شوي دي.

سرچینه
یورو نیوز

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close