متحده عرب اماراتو کې د سولې څلور اړخيزه غونډه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲)

د افغانستان د امنیت شورا دفتر وايي، په متحده اماراتو کې د افغان سولې په تړاو څلور اړخيزه غونډه پيل شوې ده.

د ملي امنيت شورا ویاند قادرشاه وايي، دغه غونډه د عربي اماراتو په مرکز ابوظبۍ کې روانه ده چې مشري يې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر کوي.

د قادر شاه په خبره، په دې غونډه کې د افغانستان، امريکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د سلاکارانو ترڅنګ د امريکا د ملي امنيت د سلاکار د دفتر لوړپوړي چارواکي هم ګډون لري.

نوموړی زياتوي، په دې غونډه کې به د څلورو هېوادونو استازي د افغان سولې، ترورزيزم سره پر مبارزې او له یوبل سره پر ګډې امنيتي همکارۍ بحث او خبرې وشي.

تېره ورځ د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک په يوه خبري غونډه کې د يادې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی و او ويلي يې و چې دغه غونډې او يو شمير نور پروګرامونه په پام کې دي چې د بهرنيو چارو وزارت او حکومت له خوا په ګډه پرې کار روان دی او “ټول هغه شرطونه او تضمينونه چې طالبان يې وړاندې کوي او د مخامخ خبرو لپاره ورته اړتيا ليدل کېږي، برابر کړي”.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې څو ورځې مخکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي و چې امريکايي ولسمشر خپلو ديپلوماتانو ته امر کړی تر څو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هڅې وکړي چې طالبانو يې هم هرکلی وکړ، خو تر اوسه د امريکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پيل په تړاو څه نه دي ويل شوي.

طالبانو تر دې مخکې په خپلو اعلاميو کې ويلي چې د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې نه کوي ځکه په وينا يې د جګړې اصلي لوری امريکا ده او بايد له هغوی سره له هېواده د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او سولې اړوند خبرې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close