ولسمشر اشرف غني او ډاکټر نجيب دوه مترادفې؛ خو مستبدې څېرې!

ليکوال: غورځنګ

د ظاهر شاه په واکمنۍ کې کله چې د ډاکټر يوسف د صدارت دوره راورسېده نو ډاکټر يوسف له ولسمشر ظاهر شاه څخه داسې فرمان تر لاسه کړ، چې د هغه فرمان په اساس مختلفو ګوندونو په افغانستان کې د ازادانه فعاليت او کار کولو اجازت نامې تر لاسه کړې، له هماغه وخت څخه راپدې خوا بیا تر ننه افغانانو ښه ورځ نه ده ليدلې، د هماغو ګوندونو د ازاد فعاليت له امله پر ګران هېواد يو ځل روسانو خپله وحشيانه حمله تر سره او اوس دا دی غربي نړۍ چپاو راوړی.

کله چې روسانو د خپل نظامي يرغل پواسطه افغانستان وران کړ، داوود خان يې سره ټولې کورنۍ په ارګ کې وواژه او د خلقيانو او کمونستانو ګوند يې بشپړ د افغانستان د واک پر ګدۍ کېناوه، نو افغان کمونستانو هم د روسانو د دې خدمت په بدله کې پر خپلو افغانانو مختلفې لوبې وکړې، د هېواد په مختلفو برخو کې يې زندانونه جوړ کړل، چې دا زندانونه به يې له خپلو ولسي وګړو څخه ډک کړل او بيا به يې په نيمو شپو کې همدغه بنديان د مرګ کومې ته وړل.

کومو څېرو چې د روسانو د يرغل د تداوم لپاره دغه ډول کارونه او ناکردې تر سره کولې، له هغه څخه تر ټولو خونخواره او مستبده څېره (ډاکټر نجيب) وه، ډاکټر چې له ببرک کارمل څخه وروسته د روسانو لخوا د واک پر ګدۍ کېناست. نو پر مظلومو هېوادوالو يې سخت ظلمونه پيل کړل، د برژنيف او نورو روسي جنرالانو تر مستقيمو مشورو لاندې به يې هېوادوال په مختلفو تهمتونو رنګول او بيا به يې يا ژوندي خښول، يا به يې په ډېر بې رحمانه ډول وژل او يا به يې هم په وحشي زندانونو کې اچول.

لنډه دا چې د ډاکټر نجيب دا ډول کړنې د ولس د کرکې او پاڅونونو لامل وګرځېدلې او بلاخره د هېواد په لر او بر کې ټولو افغانانو په وسلوالو پاڅونونو لاس پورې کړ، په پای کې پاڅونونه تر دې کچې ورسېدل چې ان د کابل تر دروازو راورسېدل، په دې وخت کې نو ډاکټر نجيب له خپلو روسي بادارانو سره د خبرو او مشورو وروسته د سولې لپاره خوله خلاصه کړه او د سولې په اړه يې وخت پر وخت له خپلې خولې خوږې خوږې خبرې راوېستلې چې په حقيقت کې دغو خبرو افغانانو ته په ګوړه کې د زهرو حيثيت درلوده، ځکه چې روسانو غوښتل تر څو د دوی له تګ او ماتې وروسته هم په افغانستان کې کمونستي نظام، نظريات او کمونېزم حاکم واوسي او دوی ته د يوه داسې کس ضرورت وو چې تر دوی وروسته د دغه ډول نظام د اعادې او برقرار ساتلو لپاره تر روسانو زیات وفادار وي، چې دا ډول شخص بيا له ډاکټر نجيب پرته بل څوک نه وو، نو ځکه روسانو د خپلو پوځونو د وتلو پر مهال ورته وويل: چې د سختو خبرو پر ځای د نرمو خبرو او سولې لار غوره کړه!

د اوسني نظام سرلاری هم له ډاکټر نجيب سره تقريباً مترادف شخص دی، ده هم په خپله نږدې پنځه کلنه دوره کې په افغانانو بې درېغه ظلمونه وکړل، د امريکايي الوتکو په توسط يې کلي، کورونه، ښځې، ځوانان، سپين ږيري ان تي خواره ماشومان هم ووژل او بيا يې پنجابيان او ترهګر هم وبلل.

دا خو لا پرېږده چې عام هېوادوال په بې رحمانه ډول وژني، تر ټولو جالبه يې دا ده چې په ډېر افتخار او ياړ سره وايي: چې زما په نږدې پنځه کلنه دوره کې تقريباً د څلوېښتو زرو په شا او خوا کې امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم دغه دوه څېرې چې يوه يې د روسانو د ماتې پټولو لپاره واک ته ورسول شوه، او بله يې دا دی د امریکايانو د ماتې د پټولو لپاره واک ته رسول شوې ده، يو ډول او متررادف دي مګر د دوی تر منځ هم توپير شته  او هغه دا کله چې روسانو غوښتل زمونږ له هېواده پښې سپکې کړي نو يو ناڅاپه د ډاکټر نجيب استبدادي خبرې، رويه او هر څه بدل شول او د سولې شکل يې غوره کړ، هغه ډاکټر نجيب چې د روسانو په موجوديت کې يې په افغانانو ډول ډول ظلمونه کول او په زرګونو کسان يې ژوندي له خاورو لاندې کول خو د روسانو له وتلو سره سم يې بيا د سولې لار خپله کړه، خو اوسنی ډاکټر غني بيا د ډاکټر نجيب د دې کړنې پر خلاف د امريکايانو د وتلو پر وخت هم د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی، ډاکټر نجيب که څه هم په خبرو کې د جادوګر مداري په څېر وو، خو ډاکټر غني بيا په خوله کې هم چالاک نه دی، بلکې ډېری وخت په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) کې هم له مشکلاتو سره مخ وي. او تل د پښتو ژبې له ګرامر او نورو قواعدو سره لاس او ګرېوان وي.

پورتنۍ يادې شوې څېرې د معنا، کارکرده ګۍ، د بل د ګټو لپاره په ژمن توب، د خپل ولس په بې درېغه وژلو او نورو ډېرو کارونو کې سره ورته، مشابه او مترادفې څېرې دي. خو دا هم بايد له ياده ونه وېستل شي چې دغه اوسنۍ څېره به هم د مخکېنۍ هغې په څېر له ورته برخليک او سرنوشت سره مخ کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close