مجاهد: بغلان کې لا هم افغان ځواکونه د ملکي وګړو پر کورونو او مساجدو تېری کوي

کابل ټکی کام ۳۰سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
مجاهد: بغلان کې لا هم افغان ځواکونه د ملکي وګړو پر کورونو او مساجدو تېری کوي
دا څو اونۍ پرلپسې د بغلان د پلخمري ولسوالۍ په ډنډ غوري سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو پر خلاف عملیات پیل کړي دي، چې دفاع وزارت یې په اړه هره ورځ د رسنیو له لارې ستاینه کوي، او د پرمختګ په حال کې یې بولي، خو د ځايي خلکو پر وینا چې «افغان ځواکونو پرمختګ نه، بلکې د شاتګ تر څنګ یې زمونږ پر کورونو او جوماتونو تېري کوي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مونږ ته به رالېږلي پیغام کې ویلي دي چې افغان ځواکونه لا هم د بغلان په ډنډ غوري کې د ملکي وګړو کورونه او جوماتونه په توپونو ولي، او د ملکي خلکو پر وژنه هېڅ صرفه نه کوي.
مجاهد وایي، چې د یاد ولایت په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو له لورې د بدې جوړې شوې ورځې له کبله لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کورنۍ کډې ته اړې شوي دي، او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.
مجاهد زیاتوي چې:
«اسلامي امارت د بزدله او ناکام دښمن دغه جنایت په کلکو ټکو غندي، په نړیوالو ادارو ، بشري سازمانونو او رسنیو غږ کوي چې د بغلان ولایت روان جنایت ته خپله توجه راواړوي، د ملکي خلکو د وژلو او کورونو دنړولو ناورین مخه ونیسي، دجنایت کارانو په وحشت چوپ پاتې نشي او دمسئولیت احساس وکړي.»
باید ووایو چې وړاندې هم د هېواد یو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو په بغلان کې د افغان ځواکونو له ظلمونو څخه سر ټکولی وو، او ویلي یې وو چې د افغان عسکرو په بریدونو کې له ۸۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادولو ده چې افغان ځواکونو وړاندې هم د سختو تلفاتو په لیدلو سره د برېښنا پایې ونړولې، چې له کبله یې ټول کابل بې برقه دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close