احمدي: «دوستم او ملېشې یې د جنګیالیو تر بریدونو لاندې را ګیر دي»

کابل ټکی کام ۱۰کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا په وروستیو کې جنرال دوستم جوزجان ولایت ته په دې موخه سفر وکړ، چې له طالب جنګیالیو څخه به د وژل شویو ملي اردو انتقام اخلي، خو د ده دغه سفر پر ځای د دې چې مثبتې لاسته راوړنې ولري، بلکې ورځ تر بلې د منفي اړخ په لور خوځيږي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې دا مهال دوستم او ملېشې یې د دوی د جنګیالیو تر سختو بریدونو لاندې دي.
احمدي وایي:
«له جوزجان نه دفاریاب ولایت ته ددوستم او ورسره ملیشو راتګ یې په داسي حال کي وو چي ورباندي دمجاهدینو بریدونو دوام درلود چي دلارې په اوږدو کي یې ځاني اومالي تلفات ګالل چي بیایې دخواجه موسا ولسوالي دبیرته نیولو په موخه هوایي اوزمیني بریدونه پیل کړل خو الحمدلله بیرته له شرمونکې ماتې سره مخ شول چي اوس دمرکزي کمر بند سره دمجاهدینو ترمحاصرې لاندي دي.»
احمدي همدا راز وایي، چې د خواجه موسی په روانه جګړه کې د دوستم د ۵ قومندانانو (قومندان بسم الله، قومندان شمال، قومندان ستار، قومندان نجیب او قومندان اسماعیل) په ګډون لسګونه جنګیاليو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
احمدي د دوستم هغه ادعاوې چې ګواکي د دوی ۴ مشران او یو شمېر نور جنګیالي یې وژلي دي، یا ورته طالبان تسلیم شوي دي، دروغ وبللې.
احمدي زیاتوي، چې په دې درې ورځنۍ جګړه کې یې یوازې یو جنګیالی وژل شوی دی.
د یادولو ده، چې په شمال کې د یوې غونډې په ترڅ کې د دوستم پخپل سرې جګړه د انتقاد تر څنګ وویل شول، چې د دوستم جګړه د ګټې پر ځای خټې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close