مجاهد: د بګرام په پوځي اډه د مټیس د لیدنې پر مهال توغندویز برید وشو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)

طالب ویاند ذبيح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پروان کې یې د امریکا په تر ټولو لویه پوځي اډه(بګرام) یې په مهم وخت کې توغندویز برید کړی.
مجاهد ویلي؛ کله چې د امریکا د دفاع وزیر له یاد پوځي اډې څخه لیدنه کوله څو توغندي د بګرام هوایي ډګر په منځ کې ولګیدل.“ تیره شپه د بګرام په هوايي ډګر په داسې حال کې توغندويز برید وشو چې د امريکا د دفاع وزیر مټيس هم ورته راغلی وو او له خپلو عسکرو سره يې لیدنه کوله.“
مجاهد د برید له کبله د اوښتون تلفاتو اړوند څه نه دي ویلي .
په کابل کې د امریکا سفارت او د ايساف ځواکونو عمومي قوماندانۍ هم د طالبانو د دې ادعا په تړاو کوم سپيناوي نه دی کړی.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې یاد هوایي ډګر د هیواد په کچه دامریکایانو لوی پوځي مرکز اعلان شو.
د یادولو ده چې طالبان وخت ناوخت پر دې پوځي مرکز توغندویز بریدونه کوي او د تلفاتو د اوښتلو خبرونه ورکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close