مجاهد د دولتي چارواکو کړې ادعاوې رد کړې

کابل ټکی کام ۰۸میزان/۱۳۹۴

ښاغلي مجاهد کابل ټکی کام ته په یوه رالیږلي ایمیل کې ویلي دي چې ښاغلی ملا عبدالسلام ژوندی دی، د خپلو جنګیالیو رهبري کوي.

د طالب جنګیالیو لخوا د کندوز والي ښاغلی ملا عبدالسلام اخند
د طالب جنګیالیو لخوا د کندوز والي ښاغلی ملا عبدالسلام اخند

مجاهد همداشان وویل چې د کندز په هوايي ډګر باندې یې بریدونه پیل کړي دي نږدې ده چې هوايي ډګر یې لاس ته پرېوځي.
هغه وویل چې د کابل اداره یوازې په تبلیغاتو غواړي حکومت وکړي، ددوی راغلي کمکي عسکر یې په بغلان کې تر بریدونو لاندې ونیول چې کندز طرف ته ددوی د رسیدلو مخه یې ونیوله.
په ایمیل کې دعوه شوې ده چې د امریکایي ځواکونو په هوايي بمبار کې طالبانو ته هېڅ زیان ندی رسیدلی، او اهداف نشي په نښه کولای.
مجاهد ټولو هېوادوالو ته اطمنان ورکړی دی چې په کندز کې حالات نورمال دي او ویلي یې دي چې د دښمن دا ډول اوازې ددوی د ادارې کمزورتیا او آخري سلګۍ ښکاره کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close