مجاهد: د ښوونځيو سوځول د استخباراتو او داعش ته د منسوبو کړيو کار دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۶) تېره شپه نامعلومه وسله والو د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې يوځل بيا د يوه ښوونځي لابراتوار او د ادارې اسناد سوځولي دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر ويلي، چې طالبانو لومړی د ښوونځي ساتونکي تړلي او وروسته يې اسناد يوې خونې ته راټول کړي او اور يې ورته اچولی دی.

د رسنيو دفتر ويلي، سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او اوس مهال ښوونځي کې په عادي ډول زده کړې روانې دي.

تر دې مخکې هم په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو نورو ښونځيو ادارې خونې او اسناد سوځول شوي و.

د طالبانو وياند ذبيح مجاهد د ښوونځيو په سوځولو کې لاس لرل رد کړي او په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: “د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ښونځیو سوزول د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې هیڅ اړه نلري. “

د مجاهد په خبره، دغه ډول کړنې “دا د دښمن د استخباراتو او داعش ته د ځینو منسوبو کړیو مشترک کار دی چې غواړي د مجاهدینو په وړاندې د پروپاګند کولو مواد پیدا کړي”.

په عين حال کې يو تن فسبوکي فعال رحمت الله نیازی لیکي، ملي امنیت هغو سیمو کې چې طالبان پکې نفوذ او ولسي ملاتړ لري، مکتبونه سوځوي، ترڅو له دې لارې طالبان بدنام او د ولسي ملاتړ مخه یې ونيسي.
د نيازي په خبره، تر دې مخکې د مومندرې ایمل خان او هزارناو ليسې وسوځول شوې چې دواړه د حکومت تر ولکې لاندې دي زياتوي دا چې ملي امنيت د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمو کې د ښوونځيو په سوځولو نه بريالي کېږي نو لومړی يې د ولسوالۍ ديوال شريکه ليسه وسوځوله او وروسته يې د هغو سيمو ښوونځي وسوځول چې د حکومت تر ولکې لاندې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close