مجاهد: سولییز اقدامات مو دښمن په زهرجنو تبلیغاتو له منځه وړي

 

وسلوالو طالبانو تر اوربند وروسته د حکومتي چارواکو د ادعاوو او هغو اقداماتو چې ترسره کوي یې غبرګون ښوودلی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ اوربند مو د اختر د دریو ورځو لپاره یواځې د ولسونو د هوساینې په خاطر اعلان کړ چې په خبره یې، “یاد اوربند د جهاد او مجاهدینو په نفع ډیر حقائق رابرسیره کړل.“
نوموړي ویلي؛ له طالبانو څخه د ولسونو تود هرکلی د ولسونو په منځ کې د هغوی محبوبیت ښیي او دا ثابتوي چې طالبان څومره په ولسونو کې ژوره ریښه لري.

مجاهد د رسنیو د هغو راپورونو په ځواب کې چې طالب مشران هغو طالبانو ته سزا ورکوي چې له دولتي ځواکونو سره یې انځورونه اخیستي ویلي“کوم مجاهدین چې د اختر په دریو ورځو کې د دښمن تر واک لاندې سیمو ته تللي یا په انځورونو کې د مخالف لوري له عسکرو سره لیدل شوي، موږ یې د هغوی عمدي خطاء نه بولو او اسلامي امارت د هیڅ مجاهد په نیت او اراده باندې شک نلري.“

نوموړی د اوربند په تړاو د ځینو دولتي رسنیو د وروستیو تبلیغاتي راپورونو په اړه ویلي؛ په دې تړاو د دولتي رسنیو اوچارواکو ټول تبلیغات دا په ډاګه کوي چې حکومتي لوری سوله د اولس د یوه حیاتي ضرورت په حیث په رسمیت نه پيژني، بلکې هغوی له سولې او اوربند څخه هم ابزاري استفاده کوي“

طالب ویاند د حکومتي چارواکو او دولت پلوه رسنیو هغو ادعاوو ته په اشارې سره چې ګواکې د طالبانو اوربند د پاکستان په اشاره شوی او لا هم دولتي چارواکي هغوی ته د یاد اوربند امتیاز ورکوي ، وایي.

“دولتي چارواکي که څه هم په ظاهره د سولې زارۍ او ننواتې کوي خو عملا که مجاهدین د اوربند په شان سوله ییز اقدام کوي، بیا دښمن داسې مشکوک او خصمانه حرکات او تبلیغات پیلوي چې د سولې لپاره هغه ضعیفه باور هم بیرته له منځه وړي“

پر همدې مهال ځینو رسنیو د طالبانو په فرهنګي کمیسیون کې د ادلون بدلون څخه هم خبر ورکړی چې ګواکې ملا امیرخان متقي د دې ډلې د مشر مولوي هبةالله اخوندزاده د دفتر د رئیس او ذبیح الله مجاهد د فرهنګي کمیسیون د مشر په توګه ټاکل شوی.
طالبانو هم دا خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې “ واقعیت دادی چې د وظائفو په هغه ادلون بدلون کې مسئولین معزول شوي، نه بلکې په لا لوړو وظائفو ګمارل شوي دي“

طالبانو له خپلو ټولو افرادو غوښتي چې د یادو موضوعاتو په اړه دې د تبلیغاتو او ځینو نامسئوله کسانو د څرګندونو تر اغیز لاندې نه راځي.
“په خپلو سیاسي، نظامي او اجتماعي لاس ته راوړنو دي مطمین اوسيږي، باید د دښمن دسیسو ته هوښیار وي ترڅو د اسلام او جهاد دښمنانو ته د هیڅ ناسمې استفادې فرصت په لاس ور نه کړ شي.“

باید وویل شي چې ارګ په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې څو له پاکستان سره هرې معاملې ته له دې کبله زړه ښه کړي چې په ګمان یې دا هیواد به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي، هغه ایډیالوژي چې د غربي مطبوعاتو په آند ټولو تجربو دا ښوودلې چې د طالبانو رهبري مستقله او قیادت یې د هیڅ هیواد تر اثر لاندې نه دی او له همدې امله یې په ټولو ډګرونو کې ځان هم ثابت کړی دی.
شنونکي وایي؛ اشرف غني له اسلام اباد سره د ډیورند په فرضي کرښه د اغزن تار غځولو، د استخباراتي مالوماتو د شریکولو، د فاټا په پریکړه د سکوت او ګڼې پټې او ښکاره هوکړې کړې چې په روان وضعیت یې هیڅ اثر نه دی ښندلی او لا هم وضعیت د ارګ د طمعې په خلاف د طالبانو په ګټه روان دی.

باید وویل شي چې د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د خبرو چمتوالی ښوودلی او د بهرنیو ځواکونو شتون یې د اړتیا وړ مسئله بللې،  خو طالبانو چې تل یې له امریکایي لوري سره په خبرو ټینګار کړی،  لا هم د ګډحکومت د مشرانو پر وړاندیز څه نه دي ویلي.

 

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close