مجاهد: میلر به د نیکولسن په څیر د پرلپسې ناکامیو شاهد وي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۱)

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د نوي امریکایي جنرال ټاکل کیدو ته غبرګون ښوودلی او سر له اوسه یې د هغه د ناکامي خبر ورکړی.
مجاهد وایي، “ دا خاوره داسې سرسپارلي مجاهدین او آګاه ملت لري چې بهرني یرغلګرو ته به تن کېنږدې“

نن په رسمي توګه جنرال نیکولسن خپل ځای ناستي نوي امریکایي جنرال سکاټ میلر ته دنده وسپارله، افغان چارواکو د نوموړي ټاکل کیدو ته خوښي ښوودلې او ویلي یې دي چې نوموړی به د خپلو تجربو له مخې د طالبانو پر وړاندې روانه جګړه د بریا تر سرحده ورسوي.
خو طالبانو بیا نوموړی د خپلو تیرو قوماندانانو په څیر ناکام بللی او زیاته کړې یې ده چې “جنرال میلر به هم لکه جنرال نیکولسن په افغانستان کې دخپلو پرلپسې ناکامیو اومایوسيو شاهد وي“
نوموړی په افغانستان کې نهم امریکایي جنرال دی چې د امریکا په مشرۍ روانه جګړه به رهبري کوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close